ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا ولايتي شورا يو وکيل څارنوالۍ ته معرفي شو

د پکتيا ولايتي شورا يو وکيل څارنوالۍ ته معرفي شو

author avatar
17 Apr 2019 - 11:57
د پکتيا ولايتي شورا يو وکيل څارنوالۍ ته معرفي شو
author avatar
17 Apr 2019 - 11:57

ګردېز (پژاک، ٢٨ ورى ٩٨): د پکتيا ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل د ولايت مقام له خوا له عسکرو سره د ناوړه چلند او فزيکي شخړې په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی دی.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تاج محمد منګل تېره ورځ غرمه ولايت مقام ته ورغلی او د ولايت د قراول سرتېرو د اصولو له مخې په پارکېنګ کې د موټر درولو او داخل ته د خپلو وسله والو ساتونکو د نه بيولو غوښتنه ترې کړې، خو نوموړی په زور ولايت ته ننوتلی دی.

سهي وويل چې په ولايت مقام کې پر يوې عريضې له لاسليک اخيستو وروسته نوموړي د وتلو پر مهال د ولايت سرتېرو ته بد رد ويلي او دوه سرتېري يې وهلي چې د يوه سرتېري لاس سرسري او د بل هغه پښه سخته ټپي شوې ده.

نوموړی قانون او اصولو ته نه درناوی لنډه غري او خورا ناوړه فرهنګ يادوي او وايي چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د سرتېرو په حق کې بې احترامي وکړي.

دی وايي: ((موږ د قانون د دايرې خلک يو، ما د ده دا موضوع رسماً څارنوالي، مرکزي ادارې، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د امنيت شورا ته هم لېږلې. په دې کار شخصاً زه سخت دردمن شوی يم؛ ځکه دا يو ډېر خراب فرهنګ دی چې څوک د قانون احترام نه ساتي.))

د اړوندې موضوع په اړه د ولايت مقام سرتېری عبدالروف چې پښه يې سخته ټپي شوې، وايي چې د ولايتي شورا وکيل ته يې مقام ته د ننوتلو پر مهال د موټر او وسله والو کسانو د نه بيولو غوښتنه کړې وه، خو هغه ورسره فزيکي برخورد وکړ.

نوموړي پژواک ته وويل: ((د معاون له سکرتر سره يې هم لاس واچاوه او ما سره يې هم لاس واچاوه، مسلح راننوتلي وو، پر موږ يې کونداغونه هم وار کړل. خپل باډيګارد يې په زور ښکته کړی و او دروازه يې خلاصه کړې وه. ويل يې زه ارګ ته همداسې ننوځم، تاسو دلته له موږ تلاشي اخلئ؟))

خو د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل بيا وايي چې ولايت ته له وسلو او موټر سره نه دی ننوتلی او نه يې له چا سره فزيکي شخړه کړې ده.

منګل له شواهدو وړاندې کولو پرته تور پورې کوي چې د مرستيال والي د دفتر له خوا د خلکو د قانوني کارونو د خلاصولو په بدل کې پيسې اخيستل کېږي.

دی وايي: ((ولايت مقام ته زموږ مسلح خلک نه دي ننوتلي. په ولايت مقام، خصوصاً په معاونيت کې د خلکو د قانوني کار په خلاصولو رشوت اخيستل کېږي، د خلکو کارونه ټال کېږي، يانې موږ چې د عادي کار خلاصولو لپاره ولايت ته ځو، له موږ هم رشوت اخيستل کېږي.))

خو د مرستيال والي دفتر دا تور بې بنسټه ادعا بولي.

پژواک څارنوالي ته د وکيل تاج محمد منګل معرفي کولو د مکتوب کاپي ترلاسه کړې چې په کې له څارنوالۍ غوښتل شوي چې د نوموړي له خوا د مرستيال والي د دفتر د سکرتر او د ولايت د امنيت مسوول ته د توهين او دوه سرتېرو د وهلو د موضوع په اړه جدي او عاجل اقدام وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.