ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا- پکتیا لار له څو کلونو وروسته امن شوې ده

د پکتیکا- پکتیا لار له څو کلونو وروسته امن شوې ده

author avatar
17 Apr 2019 - 15:45
د پکتیکا- پکتیا لار له څو کلونو وروسته امن شوې ده
author avatar
17 Apr 2019 - 15:45

ښرنه (پژواک، ٢٨ ورى ٩٨): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له څو کلونو وروسته د پکتيکا-پکتيا پر لويه لار امنيتي پوستې جوړې شوې چې ورسره امنيتي ستونزې کمې شوې او اوس خلک او دولتي مامورين په اسانه پرې تګ راتګ کولاى شي.

له تېرو څو کلونو راهيسې د پکتيکا- پکتيا د لويې لارې پر څو ځايونو طالبانو پوستې جوړې کړې وې، خلک به يې له موټرو ښکته کول او تلاشي کول به يې، خو د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې پر دې لار يې اوس پوستې جوړې کړې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د دغه ولايت اوسېدونکي عصمت الله د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زه پر دې لار موټر چلوم، پخوا به پر دې لار کې طالبان ولاړ وو خو اوس امنيتي پوستې جوړې شوې دي.))

د نوموړي په وينا، ډېرى وخت به طالبانو خلک له موټرو کښته کول او بيا به يې دولتي کسان له ځان سره بيول.

دغه راز د يادې لارې يوه مسافر خان اغا پژواک ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې دغه لار نا امنه وه چې عامو خلکو د امنيتي ځواکونو له کتار پرته تګ را تګ نه شو پرې کولاى.

ده زياته کړه: ((زه يو دولتي مامور يم، خو په درېيو څلورو مياشتو کې يو ځل کور ته نه شوم تللى، خو له تېرې يوې اوونۍ راهيسې چې پوستې جوړې شوې، هره ورځ تګ راتګ کوم.))

همدارنګه په پکتيکا کې دوو سرتېرو محمد اسلم او دويم ساتمن ذبيح الله پژواک ته وويل چې د يادو پوستو پر جوړېدو ډېر خوښ دي.

دوى وايي چې د لارې د نا امنۍ له امله به يې ټوله رخصتي د کتار په تمه په دنده کې تېرېده خو له دې وروسته به دغه ستونزه نوره نه وي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتیکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک ته وويل چې له عملياتو وروسته د يادې لارې په اوږدو کې امنيتي پوستې جوړې شوې دي.

هغه وايي: ((دا د پکتيکاوالو غوښتنه وه، موږ هم ډېر کوښښ وکړ څو دغه لار ورته امن کړو.))

د يادونې ده، څو مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د غزني پر اندړو ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ چې له هغه وروسته يې د پکتيکا- غزني لويه لار هم د ترافيکو پر مخ وتړله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.