ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د قطر ناستې لپاره د حکومت پر اعلان شوي نوملړ نيوکه وکړه

طالبانو د قطر ناستې لپاره د حکومت پر اعلان شوي نوملړ نيوکه وکړه

author avatar
17 Apr 2019 - 11:16
طالبانو د قطر ناستې لپاره د حکومت پر اعلان شوي نوملړ نيوکه وکړه
author avatar
17 Apr 2019 - 11:16

کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٨): وسله والو طالبانو د قطر د بين الافغاني ناستې لپاره د حکومت له خوا پر اعلان شوي نوملړ نيوکه کړې ده.

د افغانستان حکومت پرون د دې ناستې لپاره چې ټاکل شوې ده د اپرېل په ١٩مه پيل شي، د ٢٥٠ کسانو نوملړ خپور کړى.

له ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه نوملړ خپرولو پر مهال ويل شوي چې په دې کې د سیاسي ګوندونو، د سیاسي شخصیتونو، د جهادي مشرانو، د قربانیانو د کورنیو، د سولې عالي شورا،  د علمای کرامو،  د ملي شورا، د مدني ټولنې، د ښځو، د ځوانانو او ژورنالېستانو استازي، حکومتي چارواکي،  قومي مشران او متنفذین شامل دي.

خو وسله والو طالبانو پر دغه نوملړ نيوکه کړې او زياته کړې یې ده چې  د دوحې د ناستې منتظمين به له دغه نوملړه کسان انتخابوي.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه کنفرانس منتظمینو په ليکل شوې بڼه او مخامخ خبرو کې د دې ټکي سپیناوی کړی چې په دغه کنفرانس کې به څوک د کابل د حکومت استازيتوب نه کوي.

سرچينې زياته کړې، که د مسکو کنفرانس په ډول د کابل حکومت د کوم شخص نوم د ګډونوالو په نوملړ کې وي، هغه به په شخصي ډول شرکت کوي او شخصي نظر به وايي، هېڅوک د کابل ادارې نمایندګي نه شي کولای.

مجاهد ويلي، دا چې د کابل حکومت په ياد کنفرانس کې د دوه نیم سوه کسانو لېست خپور کړی، د کنفرانس تنظیموونکي یواځې له کابله د دومره ډېرو کسانو د منلو پلان نه لري او نه هم په داسې کنفرانسونو کې دا ډول ګډون دود دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، له دغه نوملړه د محدود شمېر سیاسي او قومي مخورو نومونه په نهايي شوي لېست کې شتون لري، چې يواځې هغوی به ګډون کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل لېست جوړوونکي باید درک کړي چې دا په يو لرې خليجي هېواد کې منظم او پلان شوی کنفرانس دی، نه د کابل په کوم هوټل کې د واده او کوم بل مناسبت بلنه او مېلمستيا.

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى.

يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې ولسمشر غني نن د اعلان شوي لېست له ګډونوالو سره په ارګ کې ګوري او ممکن له دغه لېسته به له طالبانو سره د ليدنې لپاره بل نوملړ جوړ شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.