د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ډېر خلک وايي د سولې په تړاو اختلافونه د شخصي ګټو لپاره دي

ډېر خلک وايي د سولې په تړاو اختلافونه د شخصي ګټو لپاره دي

Apr 17, 2019 - 18:14

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۸): د پژواک انلاين نظرپوښتنه ښيي چې له هرو لسو، اته افغانان پر سوله ټينګار کوي، وايي چې د سولې په تړاو د سياسيونو او حکومت تر منځ اختلافونه د شخصي ګټو لپاره دي. 

د دې تر څنګ چې د طالبانو او امريکايانو استازو تر اوسه پنځه ځله د سولې خبرې کړي او دا لړۍ دوام لري، د تېر کال د سلواغې په ١٦مه په مسکو کې هم د سولې په تړاو د طالبانو او افغان سياسيونو غونډه وشوه او ټاکل شوې چې د افغان سياسيون، حکومتي چارواکو او طالبانو تر منځ درې ورځنۍ ناسته د راتلونکې جمعې په ورځ په قطر کې پيل شي. دغه راز ټاکل شوې د راتلونکې غويي مياشتې په نهمه کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه هم جوړه شي.

د دې تر څنګ، چې ځينې حکومتي چارواکي او سياسيون د امريکا او طالبانو تر منځ پر خبرو او د مسکو پر ناسته بېلابېلې نيوکې کوي، د حکومت له خوا د سولې د مذاکراتي ډلې او دغه راز د سولې عالي مشورتي بورډ په اړه هم د سياسيونو نيوکې او مخالفتونه شتون لري.

دغه راز د راپورونو له مخې، د ولسمشرۍ د اوو ټاکنيزو ټکټونو مشرانو (عبدالله عبدالله، محمد حنيف اتمر ، رحمت الله نبيل ، احمد ولي مسعود، فرامرز تمنا او نورالحق علومي د سولې مشورتي لويه جرګه تحريم کړې ده.

دغه راز د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ويلي چې که د جرګې د غړيو د انتخاب په ډول کې بدلون را نه شي او جرګې ته د پرېکړې واک ورنه کړل شي، دغه جرګه تحريم کوي.

په همدې ډول،تېره ورځ د جمعيت اسلامي ګوند اجراييه مشر عطامحمد نور، د قطر د ناستې په تړاو د ګډونوالو جوړشوی ٢٥٠ کسيز نوملړ، حکومتي او فرمايشي بللی او ويلي يې دي چې دى ګډون په کې نه کوي. د ولسمشرۍ لپاره په ټاکنيز ټکټ کې د محمد اشرف غني مرستيال امرالله صالح هم ويلي چې د ځينو ملحوظاتو له مخې د قطر په ناسته کې ګډون نه کوي.

پژواک خبري اژانس د خپلې فېسبوک پاڼې لارې په دې اړه نظرپوښتنه کړې ده.

له خلکو پوښتل شوي چې په دې وروستيو کې د سولې په تړاو د افغان سياسيونو او حکومت تر منځ اختلافات زيات شوي دي، ستاسو په نظر دا اختلافات د شخصي ګټو لپاره دي،که د ملي ګټو لپاره؟ تاسو له حکومت او سياستوالو څه غواړئ؟

په دې اړه په ۲۴ ساعتونو کې ۵۶۰۰ کسانو خپلې رايې کارولي او ۱۳۸ کسانو خپل نظرونه هم ليکلي دي.

په نظرپوښتنه کې د شاملو کسانو ٨٢ سلنه د سولې په تړاو پر شته مخالفتونو نيوکې کړي.

د نظر پوښتنې ګډونوال حکمت الله نوري ليکلي:" په دې هېواد کې هېچا ملي ګټو ته پام نه دی کړي، له ولسمشر غني نيولې تر ما عادي کس پورې هم." د ده په وينا، که هر څوک وايي چې ملي ګټې ورته محترمې دي، دا يواځې شعار او دروغ دي.

زلمي واحدي وايي:" دا هغه سياسيون دي چې يو ځل ازمويل شوي او دا يې ثابته کړې چې د ملی ګټو هېڅ پروا هم نشته ورسره، هېڅ غوښتنه ورنه نه لرو، بلکې زموږ له خوا د ټولو مخالفت تقبيح دى."

دی له حکومته غواړي چې د با ثباته سولې لپاره کار وکړي او مدبرانه ګامونه واخلي.

د نظرپوښتنې بل ګډونوال داکټر عبدالله سروري ليکلي:" دولت ته ملي ګټې مهمې دي، دغو بې مغزه مخالفينو ته خپلې شخصي ګټې مهمې دي؛ نو ځکه په هېواد کې د سولې د روانو خبرو مخالفت کوي."

عبدالحنان بيا ليکي:" د سولې لپاره يې په ميليونونو ‌‌‌‌‌‌ډالر ولګول او په زرهاوو ملکي، پوځي او هېواد دوسته رهبران قربانی شول او اوس يې مخالفت کوي چې موږ دا سوله نه منو؛ دا ځکه چې دوی وېرېږي چې شخصي ګټې يې په خطر کې دي."

هغه وايي، هر څوک چې د سولې مخالفت کوي هغه د افغانستان د خلکو دښمنان دي او بېوزله افغانان سوله غواړي.

احمدضيا رسولي ليکلي:"موږ سياسيونو ته ضرورت نه لرو دا هغه پخوانۍ بدبخته څېرې دي چې د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې عاملين دي، نو ضرورت ورته نشته چی د هغوى په هکله اندېښنه وکړو."

هغه ليکي، دي د ولسمشر ملاتړ کوي ځکه د هغه  په اند ولسمشر په رښتيني ډول غواړي هېواد ته تلپاتې سوله راشي.

د محمد رسول په نوم يو تن وايي د دې مخالفتونو له امله به د يادو سياسيونو پر وړاندې د ملت کرکه نور هم ډېره شي او په ټولنه کې به ځانونه وشرموي.

هېواد جان همت ليکي:"دا اختلافات ټول د شخصي ګټو له کبله دي. که د دغو سياسيونو رښتيا هم د افغانستان ملي ګټې په زړه کې وای نو اوس به موږ هم د جاپان په شان پر مختللی ملک درلود؛ ځکه چې دواړو ملکونو په يوه وخت کې خپلواکي اخيستې."

همت وايي، د افغانانو لپاره دا د سولې د ټينګښت يو ښه چانس دی، بايد دغه چانس له لاسه ورنه کړي او که يې له لاسه ورکړ نو بيا ډېر ارمانونه به وکړي.

خو د سروې له ګډونوالو څخه هيچا داسې تبصره نه ده ليکلې چې  ګواکې ياد مخالفتونه د ملي ګټو د ټينګښت په موخه دي.

 يواځې حامد قيام زاده ليکلي: "دا ځل داسې کسان [دقطر غونډې ته] ځي چې سوله به درته اور کړي."

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement