کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۸): د پژواک انلاين نظرپوښتنه ښيي چې له هرو لسو، اته افغانان پر سوله ټينګار کوي، وايي چې د سولې په تړاو د سياسيونو او حکومت تر منځ اختلافونه د شخصي ګټو لپاره دي.
د دې تر څنګ چې د طالبانو او امريکايانو استازو تر اوسه پنځه ځله د سولې خبرې کړي او دا لړۍ دوام لري، د تېر کال د سلواغې په ١٦مه په مسکو کې هم د سولې په تړاو د طالبانو او افغان سياسيونو غونډه وشوه او ټاکل شوې چې د افغان سياسيون، حکومتي چارواکو او طالبانو تر منځ درې ورځنۍ ناسته د راتلونکې جمعې په ورځ په قطر کې پيل شي. دغه راز ټاکل شوې د راتلونکې غويي مياشتې په نهمه کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه هم جوړه شي.
د دې تر څنګ، چې ځينې حکومتي چارواکي او سياسيون د امريکا او طالبانو تر منځ پر خبرو او د مسکو پر ناسته بېلابېلې نيوکې کوي، د حکومت له خوا د سولې د مذاکراتي ډلې او دغه راز د سولې عالي مشورتي بورډ په اړه هم د سياسيونو نيوکې او مخالفتونه شتون لري.
دغه راز د راپورونو له مخې، د ولسمشرۍ د اوو ټاکنيزو ټکټونو مشرانو (عبدالله عبدالله، محمد حنيف اتمر ، رحمت الله نبيل ، احمد ولي مسعود، فرامرز تمنا او نورالحق علومي د سولې مشورتي لويه جرګه تحريم کړې ده.
دغه راز د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ويلي چې که د جرګې د غړيو د انتخاب په ډول کې بدلون را نه شي او جرګې ته د پرېکړې واک ورنه کړل شي، دغه جرګه تحريم کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن