ترینکوټ (پژواک، ۲۹ وری ۹۸): په اروزګان کې يو شمېر کروندګرو ته له ځمکو په عصري بڼه د حاصلاتو ترلاسه کولو روزنه پيل شوې چې له مخې به يې وکولاى شي خپل حاصلات نړيوالو بازارونو ته هم عرضه کړي.
دغه روزنيز ورکشاپونه د وري په ٢٩مه په مرکز ترينکوټ کې د کرنې وزارت له خوا پيل شوو.
په دغه پروګرام کې د کرنې وزارت استازي محمد عظیم وويل چې د اروزګان تر څنګ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د کروندګرو د ظرفيت لوړولو په موخه دغه ډول پروګرامونه پيل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه پنځه ورځني روزنيز ورکشاپ کې ١٥٠ کروندګرو ګډون کړى چې د کرنې او کيمياوي درملو د استعمال په برخه کې په عصري ډول زده کړې ورکول کېږي.
د هغه په وينا، د افغانستان ډېرو کروندګرو ته د کرنې په برخه کې زده کړې نه دي ورکول شوې، نو ځکه يې ډېرى وخت حاصلات هم غير معياري وي.
د ده بېلګې په توګه وويل: ((له کندهاره بهر ته صادر شوي څو ټنه انار چې هلته لابراتور شوي نو زهرجن مواد په کې ليدل شوي او هغه بېرته افغانستان ته رالېږلي چې لوى لامل يې په غير معياري ډول د حاصلاتو ترلاسه کول دي.))
بل لور ته د اروزګان مرستیال والي عطاالله فضلي دغه پيل شوى پروګرام ګټور بولي او وايي چې دغه لړۍ بايد ادامه پيدا کړي.
فضلي هم وويل چې کروندګر په پخواني او غير معياري ډول حاصلات ترسره کوي چې په نړيوالو بازارونو کې يې څوک نه اخلي.
بل لور ته د دغه ورکشاپ يوه ګډون کوونکي صديق پژواک ته وويل چې دغه پروګرام ته ډېر خوشحال دي.
هغه وايي: ((موږ په عصري توګه پر کرنې نه پوهېږو خو دلته راته دا هر څه ښودل کېږي.))
ده ټينګار وکړ چې د نظري زده کړو تر څنګ ځيني وسايل هم بايد دوى ته ورکړل شي څو وکولاى شي په معياري ډول حاصلات ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن