ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په لسو ناحیو کې له ۱۲۳ زرو ډېر کورونه سروې او ثبت شوي

د کابل په لسو ناحیو کې له ۱۲۳ زرو ډېر کورونه سروې او ثبت شوي

author avatar
18 Apr 2019 - 20:46
د کابل په لسو ناحیو کې له ۱۲۳ زرو ډېر کورونه سروې او ثبت شوي
author avatar
18 Apr 2019 - 20:46

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۸): کابل ښاروالۍ د دغه ښار په لسو ناحیو کې له ۱۲۳ زرو د ډېرو کورونو د سروې او ثبت خبر ورکړی او وايي، په دغه برخه کې د ملکیتونو د ارزونې او ثبت بهیر په شدت روان دی.

دغه راز د ارزونې لویې ادارې په ۱۳۹۷ مالي کال کې د وزارتونو، خپلواکو ادارو او له هېواده د بهر سیاسي څانګو، تصديو، موسسو او په مرکز او ولایتونو کې د ښاروالیو په ګډون په ۴۹۲ مراجعو کې د قوانینو او مقرراتو تفتیش ترسره کړی دی.

په ورته وخت کې د وري په ۲۱ مه د ولسمشر په حکم د «ملت ته د حکومت حساب ورکول» په نوم پروګرام پیل شو.

تر اوسه د سوداګرۍ او صنایعو، اقتصاد، مالیې، اوبو او انرژۍ، ښار او کور جوړونې، ترانسپورت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو، د سرحدونو او قبایلو، اطلاعات او کلتور وزارتونو، د احصايي او معلوماتو ملي ادارې، د پایتخت زون د پراختیا اداره، د ارزونې عالي ادارې، د کوچیانو د انسجام ادارې، د سټنډرډ ملي ادارې (انسا)، د ترافیکو ادارې، د علومو اکاډمۍ او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) په تېر او روان کال کې د خپلو فعالیتونو په اړه راپور له رسنیو سره شریک کړی دی.

کابل ښاروالي

د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز نن (پنجشنبه) د یاد پروګرام په اتمه ورځ د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې وویل، په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ملکیتونو د ثبت بهیر په شدت روان دی او تر اوسه د کابل ښار په ۱۰ ناحیو کې له ۱۲۳ زرو ډېر ملکیتونه ثبت او سروې شوي دي.

نوموړي دغه راز د ښار په ۱۷ ناحیو کې په نوي املاک د راجستر شوو ۳۸ زرو کتابچو وېش، د ښار د درېیو ناحیو لپاره د ستراتیژیکو پلانونو بشپړېدل، د پاکۍ د محصول لپاره د کړنلارې جوړول او د ځمکو او ودانیو لپاره د بیو میتودولوژي د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې خپلې لاسته راوړنې وبللې.

نوموړي د ښار په لسو ناحیو کې د ۱۶۱ زرو ملکیتونو سروې او ثبت، په پنځو ناحیو کې د ادرس پیدا کول او د لومړنیو نقشو جوړول، په کابل ښار کې د ادرس ورکولو د پروژې د لومړي فاز د تطبیق پیل، په ۲۲ ناحیو کې په املاک شوو سروې ګانو د پاکۍ د ۴۲۶ زرو تعرفو وېش د ښې حکومتدارۍ او اصلاحاتو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو وبللې.

نووړي زیاته کړه، دغه اداره توانېدلې چې په تېر کال کې د څلور میلیارد څخه زیات عایدات راټول کړي او په پام کې لري چې په روان کال کې ۴.۵ میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي.

سرفراز وویل، پر سړکونو د قیر اچولو په برخه کې د ۲۹ پروژو تطبیق، د لارو بیارغونه، د تګ راتګ د پلونو، پلو لارو جوړول او د کانالونو پاکولو او جوړول په تېر کال کې تطبیق شوي او دغه اداره توانېدلې چې ۹۲ سلنه پراختیایي بودیجه مصرف کړي.

نوموړي زیاته کړه، د ۲۰۰ کیلو متره سړک سروې او ډیزان، په بېلا بېلو ناحیو کې د ۱۲۹ کیلو متره سړک اسفالټ او کانکرېټ، ۱۸۶۰۰ متر مربع پلې لارې پر ډبرو فرش کول، د ۷۰ زره متر مربع سړکونو بیارغونه او د ۱۲ کیلو متره اصلي او فرعي کانالونو جوړول د سړکونو او کانالونو په برخه کې د کابل ښاروالۍ لاسته راوړنې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.