ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمرې ته له تلونکو دوو کسانو سره نشه يي توکي نيول شوي

عمرې ته له تلونکو دوو کسانو سره نشه يي توکي نيول شوي

author avatar
18 Apr 2019 - 14:52
عمرې ته له تلونکو دوو کسانو سره نشه يي توکي نيول شوي
author avatar
18 Apr 2019 - 14:52

کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٨): د کابل له هوايي ډګره سعودي عربستان ته د عمرې ادا کولو په موخه له دوو کسانو سره نشه يي توکي نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د کابل له نړيوال هوايي ډګره د سعودي عربستان جدې ښار ته پرواز درلود.

هغه زياته کړه چې د پلټنو پر مهال له يوې ښځې او یوه سړي څخه څه باندې اته کيلوګرامه نشه يي توکي (شيشه) چې په ډېر مهارت سره يې په بېلابېلو شيانو کې ځاى پر ځاى کړي وو، ونيول شول.

رحيمي وايي چې دا نشه يي توکي يې په صابون، شامپو بوتلونو، د کريمونو په قوطيو، د احرام، ځان پاک، جاى نماز، سر تختي او احرام کې د مايع او جامد په ډول ځاى پر ځاى کړي وو.

نوموړى وايي چې له نيول شوو کسانو پوښتنې ګروېږنې پيل شوې دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې په دې وروستيو کې سعودي، امارات او هندوستان ته د نشه يي توکو دا ډول قاچاق زيات شوى دى.

د دغه مرکز يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوى نشه يي توکي په اوبو کې اچوي او بيا رخت، څادر، جانپاک او نور په کې لامده کړي او کله چې وچ شي بيا يې له ځان سره لېږدوي.

سرچينې ويلي چې له تېر يوه کال راهيسې د نورو کسانو تر څنګ لس ښځې د هوايي ډګر له لارې هم بهر ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.