کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٨): د ملي امنيت سلاکار د سولې پروسه د ټولو لپاره مهمه بولي او وايي چې اوس وضعیت تغییر کړی او هېڅوک نه شي کولای د خلکو د رایو ټېکه دار و اوسي.
دغه څرګندونې د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب نن له ازبک ځوانانو سره د ليدنې پر مهال وکړې.
په دې لېدنه کې د ازبک ځوانانو په استازيتوب جمال ناصر فرهمند وويل چې افغانستان په حساس حالت کې دی او دوی له هر ملي حرکت او د حکومت له بنسټیزو برنامو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه، د حکومت له خوا د لویې مشورتي جرګې رابلل پر ځای اقدام دی او دوی په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د فرهمند په وينا، ځوانان به د تل پاتې سولې د تامین لپاره له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې په دولتي ادارو کې د ځوان کادرونو ځای پر ځای کېدو ته زیاته پاملرنه وکړي.
دغه راز په دې غونډې کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وويل: ((زموږ نسل د جګړې نسل دی او موږ له جګړو او ویجاړیو تر دې ځایه رسېدلي یو، نننۍ جګړه زموږ جګړه نه ده، بلکې دغه جګړه پر افغانانو تحمیل شوې ده.))
محب زیاته کړه، اوس وضعیت تغییر کړی او څوک نه شي کولای د خلکو د رایو ټېکه دار و اوسي؛ ځکه خلک او ځوانان له وضعیته بشپړ خبر دي او د خپلو سپېڅلو رایو استازیتوب کوي.
د ملي امنیت سلاکار وویل، د سولې پروسه د ټولو افغانانو لپاره مهمه ده او ټول باید یو بل ته لاسونه ورکړي او هڅه وکړي څو خوندي او با ثباته راتلونکې ولري.
د غونډې په پای کې د ازبک قوم ځوانانو د هېواد د ملي امنیت سلاکار له وروستیو څرګندونو او د حکومت له برنامو خپل ملاتړ اعلان کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن