ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مياخېل: د زورواکو او مافيايي کړيو پر وړاندې جدي اقدامات کوو

مياخېل: د زورواکو او مافيايي کړيو پر وړاندې جدي اقدامات کوو

author avatar
18 Apr 2019 - 15:24
مياخېل: د زورواکو او مافيايي کړيو پر وړاندې جدي اقدامات کوو
author avatar
18 Apr 2019 - 15:24

جلال اباد (پژواک، ۲۹ وری ۹۸): د ننګرهار والي وايي، هېچا ته په دغه ولايت کې د امنيت، ښې حکومتولۍ رامنځته کېدو او پرمختيايي پروګرامونو پر وړاندې د خنډ اجازه نه ورکوي.

والي شاه محمود مياخېل دا څرګندونې د وري په ۲۹مه د تېرو دوو مياشتو پر مهال د دغه ولايت د ټولو دولتي او نظامي ادارو د فعاليتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه جوړ شوي کنفرانس کې وکړې.

هغه زياته کړه، له کومې ورځې چې والي شوی، تر ټولو مهم کار يې په ادارو کې د فساد مخنيوي او پر اداراتو د خلکو باور رامنځته کېدل و چې تر ډېره يې دغه کار کړى دى.

نوموړی وايي، په تورخم کې د فساد مخنيوي لپاره کمېسار بدل شوی، پنځه مامورين نيول شوي او د شاوخوا ۶۰ ميليونه افغانيو فساد مخه نيول شوې ده.

د مياخېل په وينا، د غصب پر وړاندې مبارزه، د نشه يي توکو، تاوتريخوالي او نا امنيو مخنيوی او د واکسين کمپاين تطبيق په برخه کې يې هم د ټولو اداراتو د مامورينو په همکارۍ کار کړی دی.

والي وايي، په جلال اباد ښار کې د نظم رامنځته کولو په موخه له ښاره ۱۱۶ خپل سرې اډې ايستل شوې چې ډېرى يې د زورواکانو وې، ښاري ترافيکي اشارې تر کلونو وروسته فعالې شوې.

مياخېل وايي، په خپل دوه مياشتني کاري بهير کې يې اوو ولسواليو ته سفر کړی چې په زياترو کې يې عملاً د ښې حکومتدارۍ او بيارغونې پروژې هم پرانيستې دي.

نوموړي زياته کړه، په دې موده کې د امنيتي ځواکونو له لوري ۶ کسان د وسله والو تښتوونکو له بند ازاد شوي، د ګڼو ترهګريزو پېښو مخنيوی شوی او په زرګونه کيلوګرامه نشه يي او چاودېدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

هغه وايي: ((پوليس او نور امنيتي ځواکونه توانېدلي چې ۷۴ ټنه نشه يي توکي ترلاسه کړي او په تړاو يې ۳۳۸ کسان هم نيول شوي، دغه راز ۱۱زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي کشف شوي چې د ګڼو تروريستي پېښو مخنيوی شوی، ۷۷۵ ميله مختلف النوع وسلې او ۷زره نوع بېلابېل مهمات هم ترلاسه شوي دي.))

د ننګرهار والي وايي، په تېرو دوو مياشتو کې د ننګرهار په لعلپورې او شېرزادو ولسواليو کې د دولت ضد وسله والو خلاف پراخ عمليات شوي چې لعلپوره په بشپړه توګه له وسله والو پاکه شوې او په شېرزادو کې لا هم عمليات روان دي.

د نوموړي په وينا، کله چې وسله وال په ولسواليو کې وځپل شول، نو په ښار کې يې د مقناطيسي ماينونو پرله پسې چاودنې وکړې؛ خو امنيتي ځواکونه توانېدلي چې په تړاو يې اته داعش او طالب وسله وال ونيسي.

نوموړی وايي، که څه هم تر اوسه هېڅ مافيايي کړۍ، زورواکي او کوم شخص د دوی د کارونو پر وړاندې خنډ نه دی رامنځته کړی خو بيا يې هم ګواښ وکړ، که هر څوک د دې لارې خنډ شي، د دوی له جدي چلند سره به مخ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.