ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تورخم کې د فساد په موخه درول شوو سلګونو موټرو ته د حرکت اجازه ورکړل شوه

په تورخم کې د فساد په موخه درول شوو سلګونو موټرو ته د حرکت اجازه ورکړل شوه

author avatar
18 Apr 2019 - 17:26
په تورخم کې د فساد په موخه درول شوو سلګونو موټرو ته د حرکت اجازه ورکړل شوه
author avatar
18 Apr 2019 - 17:26

جلال اباد (پژواک، ۲۹ وری ۹۸): د ننګرهار والي وايي چې په تورخم ښارګوټې درول شوو نږدې دوه نيم زره بار وړونکو موټرو ته د تګ زمینه برابره کړې چې له امله يې د ۶۰ ميليونه افغانیو فساد مخه نیول شوې ده.

د معلوماتو له مخې، هره لارۍ چې زياته درول کېږي، شاوخوا ۳۰زره افغانۍ اضافي لګښت پرې راځي چې د لارې خلاصون له امله دغه پيسې سپما او هم د غير قانوني اخاذيو مخه ونيول شوه.

د ننګرهار والي شاه محمود مېاخېل د وري په ۲۹مه جلال اباد ښار کې يو رسنيز کنفرانس ته وويل چې د سوداګرو د پرله پسې شکايتونو او هلته له څېړنو وروسته دې پايلې ته ورسېد چې شاوخوا ۲۵۰۰ لارۍ د دې لپاره درول شوي چې د پيسو اخيستو په بدل کې خوشې شي.

دی زياتوي، په تېرو درېيو ورځو کې دغه لارۍ د کرښې هغې غاړې امنيتي مسوولينو په مشوره او همکارۍ خوشې شوې او په راتلونکي کې به دا ډول ستونزه نه تکرارېږي.

د نوموړي په خبره، له تېرو څو کلونو راهیسې په تورخم ښارګوټې کې ټول بار وړونکي موټر د نوبت او په نورو نومونو درول کېدې چې له امله يې په پراخه کچه د فساد زمينه برابرېده.

د هغه د معلوماتو له مخې، د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ ۷۴۳، سې شنبې په ورځ ۸۷۴ او پرون د شپې تر ناوخته ۵۳۰ بار وړونکي موټر له تورخم ښارګوټې د کوزې پښتونخوا پر لور تللي تږ دا چاره به د شپې تر یوې بجې پورې دوام وکړي.

والي زياتوي، د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پيلېدو له امله سوداګرو ته د مالونو د لېږدېدو پر مهال د موټرو په کرایه کې له شلو تر دېرش زرو افغانیو پورې کموالی راغلی چې له امله یې په تېرو درېیو ورځو کې سوداګرو ته شاوخوا شپېته میلیونه افغانۍ ګټه رسېدلې ده.

په همدې حال کې سوداګر هم د والي له دغه اقدامه خوښ دي خو غوښتنه کوي چې دغه موضوع بايد دوام پيدا کړي.

په ننګرهار کې د شوکاڼو د پروسس اتحاديه وايي، په تېرو درېيو ورځو کې د تللو دوه نيم زره لاريو له شل سلنه زيات د دې اتحاديې اړوند وې چې دوی ته يې ډېره ګټه رسولې ده.

د دې ادارې وياند محفوظ الحق کاکړ پژواک اژانس ته وويل، هر کله چې لارۍ نه پرېښودل کېږي، مزدوران بې کاره کېږي، موټر چلوونکي کم تګ راتګ کوي او سوداګرو ته هر ځل د اموالو لېږد تر ۳۰زره افغانيو زيان اوړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولايتي اداره وايي، په تورخم کې يې د فساد مخنيوي لپاره کميسار بدل کړی او دغه راز يې پنځه مامورين د فساد په تور څارنوالۍ ته سپارلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.