ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې وزارت له بېلابېلو بنسټونو سره ۱۷ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

پوهنې وزارت له بېلابېلو بنسټونو سره ۱۷ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

author avatar
18 Apr 2019 - 16:07
پوهنې وزارت له بېلابېلو بنسټونو سره ۱۷ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
author avatar
18 Apr 2019 - 16:07

 

کابل (پژواک، ۲۹ وری ٩٨): د پوهنې وزارت د ښوونیز کیفیت او وړتیاوو لوړولو لپاره له ځینو داخلي او بهرنیو بنسټونو سره له ۱۵ میلیونه د زیاتو ډالرو په ارزښت ۱۷ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د پوهنې سرپرست وزیر ډاکتر میرویس بلخي په دې اړه په کابل کې د نیول شوو مراسمو پر مهال وویل، یاد هوکړه لیکونه د افغان حکومت د ژمنو په رڼا کې د پوهنې د پراختیا په برخه کې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، په دغو هوکړه لیکونو کې د سیمه ییزو، کمپیوټر زده کړې، سواد زده کړو او کانکور د ټولګيو جوړېدل او د سولې او چاپېریال ساتنې په برخه کې د پوهاوي ورکول شامل دي.

د ده په خبره، د یادو هوکړه لیکونو ارزښت پنځلس میلیونه او ۴۰۰زره امریکايي ډالرو ته رسېږي چې ۷۷۶۰۰ زده کوونکي به ترې په مستیقمه توګه ګټه واخلي.

په ورته وخت کې د ماشومانو د ملاتړ موسسې رییس انون مینن د افغانستان د پوهنې وزارت سره د نړیوالو ملاتړو موسسو په استازيتوب په خبرو کې وویل، د پوهنې په برخه کې د ۱۷ هوکړه لیکونو لاسلیک د افغانستان له پوهنې او ماشومانو څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ښکاروندويي کوي.

د نوموړي په خبره، د پوهنې په برخه کې زیات پرمختګونه شوي خو لا هم ډېر کار پاتې دی. همدا اوس ۳،۷ میلیونه ماشومان له ښوونځیو څخه پاتې دي چې باید په ښوونځيو ته لاس رسی پیدا کړي.

هغه زیاته کړه: ((د دې تر څنګ چې داخلي او بهرنۍ موسسې د پوهنې ملاتړ کوي موږ له پوهنې سره همکاري درلوده او دې همکارۍ ته دوام ورکوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.