ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​لغمان کې د سرتېرو کورنیو ته د نومرو د وېش لړۍ پيلېږي

​لغمان کې د سرتېرو کورنیو ته د نومرو د وېش لړۍ پيلېږي

author avatar
18 Apr 2019 - 17:36
​لغمان کې د سرتېرو کورنیو ته د نومرو د وېش لړۍ پيلېږي
author avatar
18 Apr 2019 - 17:36

مهترلام  (پژواک، ٢٩ ورى ٩٨): د لغمان ولايت چارواکي وايي چې ډېر ژر به په قرغيو ولسوالۍ کې د سرتېرو کورنيو ته د ځمکې د نومرو د وېش لړۍ پيل شي.

د قرغيو ولسوالۍ د فرمانخېلو ښارګوټی ټولټال ۱۸۷۲ نومرې لري چې له ډلې یې زرو کسانو د نومرو ترلاسه کولو پيسې هم تحويل کړې دي.

د دغو کورنيو هر يوې يې حکومت ته شپږ کاله وړاندې ۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړې وې، په همدې موده کې يې د اړوندو ټولو ادارو دروازې په ځلونو ټکولې، خو هېڅ نتيجه يې نه ده ترلاسه کړې.

په دې تړاو پژواک خبري اژانس د ۱۳۹۷کال د کب په ۱۳مه يو راپور چې د چارواکو بي غوري د دغه ښارګوټي د چارو د ځنډ لام شوى خپور کړی و.

خو اوس د لغمان ولايت چارواکي وايي چې د ښارګوټي پر وړاندې پرتې ستونزې حل شوي او ډېر ژر به د نومرو د وېش چارې پيل شي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک اژانس ته وويل: ((ستاسو تر راپور وروسته والي صيب د قرغيو ولسوالۍ چارواکي، د ښار جوړونې ادارې او مهترلام ښاروالۍ مسوولين او نور اړوند امنيتي مسوولين را وغوښتل او په دې برخه کې يې ورته د جديت امر ورکړ.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.