د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بېګ: سږ کال به يو يا دوه ښاروالان د ټاکنو له لارې وټاکل شي

بېګ: سږ کال به يو يا دوه ښاروالان د ټاکنو له لارې وټاکل شي

Apr 18, 2019 - 14:38

 

کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٨) : د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس عبدالمتین بېګ وايي چې په روان لمريز کې به يو يا دوه ښاروالان د ټاکنو له لارې وټاکل شي.

نوموړي چې د وري په ٢٩مه ملت ته د حکومت د ځواب ورکولو په پروګرام کې یې د خپلې ادارې د ۱۳۹۷ کال لاسته راوړنې بیانولې، وویل، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په تېر کال کې د قوانینو، خدمتونو وړاندې کولو، د ښاري خدمتونو د ښه والي او پروسو د اسانه کولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

هغه زياته کړه، تېر کال ولسمشر ۲۵ سلنه وخت سیمه ییزو ادارو ته ځانګړی کړی و چې په دې برخه کې د ولسمشر ولایتي سفرونه او په مرکز کې د ولایتي چارواکو حضور یادولی شو.

بېګ چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې خبرې کولېؤ، د حکومتولۍ له لارې د نقشې تصویب، د سیمه ییزو شوراګانو د قانون تصویب او د ښاروالیو د قانون توشېح کېدل، د قوانینو په برخه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس دې ته په ټینګار سره چې د ښاروالیو قانون د ښاروالیو ټاکنو ته زمینه برابره کړې ده، وويل، په روان لمريز کال کې د ښاروالیو ټاکنې د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي او هڅه به وشي چې یو یا دوه ښاروالان هم د ټاکنو له لارې وټاکل شي.

بېګ وویل، په تېر کال کې د ډېری لویو ښارونو ښاروالان د ازادې سیالۍ له لارې ګومارل شوي چې په دې ډله کې دوه ښځې هم شاملې دي.

نوموړي په تېر کال کې د ولسوالانو کنفرانس جوړېدو ته په اشارې وویل، په راتلونکي کال کې به د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې زیاته پاملرنه ولسوالیو ته وي او ولسوالانو ته د سرچینو او پروګرامونو په برابرولو سره به د هغوی د ځواب ورکولو کچه زیاته شي.

په ورته وخت کې د هېواد په ۹۳ سلنه ولسوالیو کې د ولسوالانو شتون، د ولسوالانو د معاشونو یو شانوالی او هغوی ته د وسایطو وېشل او د سیمه ییزو ادارو په رهبرۍ کې د ښځو د شتون زیاتول د سیمه ییزې ادارې د پیاوړې او اغېزناکې رهبرۍ په برخه کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د نورو کړنو په توګه یاد کړل.

د بېګ په وينا، اوسمهال ٢٠ ولسوالۍ د حکومت په واک کې نه دي، خو د دې ولسوالیو ولسوالان او نور مامورين له ګاونډيو ولسواليو څخه فعاليت کوي.

نوموړي د نوو ولايتونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، دا چې اوس ټاکنې روانې دي او نور جنجالونه دي، دمګړۍ حکومت له دې پرېکړې منصرف شوى دى.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement