ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلیلي: د سولې مشورتي لویې جرګې لګښت دې پر بېوزلو کورنیو ووېشل شي

جلیلي: د سولې مشورتي لویې جرګې لګښت دې پر بېوزلو کورنیو ووېشل شي

author avatar
18 Apr 2019 - 15:43
جلیلي: د سولې مشورتي لویې جرګې لګښت دې پر بېوزلو کورنیو ووېشل شي
author avatar
18 Apr 2019 - 15:43

کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٨): د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند سيد نورالله جليلي د سولې مشورتي جرګې له جوړېدو ملاتړ وکړ خو زياته يې کړه چې د دې جرګې مالي لګښت بايد پر سېلاب ځپلو او بېوزلو کورنيو و وېشل شي.

نوموړي دغه څرګندونې د وري په ٢٩مه په کابل ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

جليلي وايي، افغانستان په يوه حساسه مرحله کې دى او په دغه ډول شرايطو کې سلا مشورو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي.

نوموړي د سولې مشورتي جرګې له جوړېدو او په دې برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له دريځ څخه ملاتړ وکړ.

خو جليلي ټينګار کوي چې د سولې مشورتي جرګې د جوړېدو لپاره ځانګړې شوې ٣٧٥ ميليونه افغانۍ بايد پر سېلاب ځپلو او بېوزله کورنيو و وېشل شي.

هغه زياته کړه: ((زه او زما اړوند کسان چې په دې جرګه کې ګډون کوي، خپل مصارف په خپله ورکوي، نو زما غوښتنه له نورو هم دا ده چې خپل مصارف په خپله ورکړي.))

نوموړى وايي، چمتو دى چې د سولې په برخه کې ولسمشر ته مشورې ورکړي او په دې برخه کې يو شمېر کسان له ولايتونو څخه پلازمېنې کابل ته را وغواړي.

د جليلي په اند، په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره بهتره ده چې د سمبوليکو ناستو پر ځاى دوديزي ناستې ترسره شي.

د ولسمشرۍ دغه نوماند ټينګار کوي چې هېڅوک بايد د سولې له اړوند ناستو د کمپايني غونډو په توګه استفاده ونه کړي.

هغه دا هم وويل چې د سولې اړوند هره غونډه بايد په هېواد کې دننه جوړه شي؛ ځکه بهرنۍ ناستې په دې برخه کې ډېرې اغېزمنې نه دي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د سولې په تړاو ناسته دوه ورځې وروسته د قطر په دوحې ښار کې جوړه شي خو د ځينو ستونزو له امله دغه غونډه نامعلومې نېټې ته ځنډېدلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.