د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خوست او کندهار کې د سولې او اوربند په ملاتړ لاريونونه وشول

خوست او کندهار کې د سولې او اوربند په ملاتړ لاريونونه وشول

Apr 18, 2019 - 16:46

کندهار (پژواک، ۲۹ وری ۹۸): په کندهار ښار کې د سولې غږ په نوم لاریون وشو چې د کندهار ښار او ولسوالیو سلګونو خلکو په کې برخه اخیستې وه.

دغه لاریون د کندهار د سولې ولایتي شورا په هڅو جوړ شوی و چې د کندهار ښار له شهیدانو څلور لارې پیل او په احمدشاهي لوبغالي کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په ویناوو پای ته ورسېد.

لاريون تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شو او پر مهال يې د کندهار مهم واټونه د ترافیکو پر مخ تړل شوي وو.

لاریون کوونکو د "اوربند غواړو"، "سوله غواړو" شعارونه ورکول او د جګړې له دواړو لورو یې غوښتنه کول چې د سولې د هڅو پر وړاندې دي خنډونه نه جوړوي.

په کندهار کې د سولې ولایتي شورا مشر شېر احمد حقیار پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لاریون موخه دا ده چې د کندهار ښار او ولسوالیو اوسېدونکي د دایمي اوربند او سولې غږ پورته کړي.

هغه زیاته کړه، دغه لاریون ته یې "په برخلیک ټاکونکي کندهار کې د سولې غږ" نوم ورکړی او د دغه ولایت ټول اوسېدونکي په یوه اواز پر دواړو لورو غږ کوي چې نور د جګړې د دوام زغم نه لري او سوله غواړي.

د کندهار ښار یوه دیني عالم او ملا امام محمد نسیم وویل، څوک چې له سولې سرغړونه کوي، ګواکې له اسلامي حکمونو سرغړونه کوي.

ده زیاته کړه، په هېواد کې د روانې جګړې یوزاېني قربانیان افغانان دي او د دوی ترمنځ سوله فرض عین ده.

دی وايي، د سولې په برخه کې چې څومره مسوولیت حکومت لري، هومره یې وسله وال مخالفین هم لري.

د لاریون نورو ګډونوالو ویل چې په دغه لاریون کې یې د دې لپاره ګډون کړی څو خپل غږ تر هغو ورسوي چې جګړې ته یې دوام ورکړی او له امله یې ولس هره ورځ قرباني ورکوي.

د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکي الله داد پژوک اژانس ته وویل، د سولې لپاره هر ګام د ستایلو دی او دوی یې تر شا ولاړ دي.

ده زیاته کړه، خلک نور د جګړې د دوام زغم نه لري او په هېواد کې لومړی اوربند او بیا سرتاسري سوله غواړي.

نوموړي په دوحه کې کېدونکو بین الافغاني خبرو ته هم هیله مندي و ښودله او ویې ویل که دواړه لوري او نړیوال رښتیني وي نو دغه خبرې مثبتې پایلې لرلای شي.

د لاریون په پای کې یو پرېکړه لیک هم وړاندې شو چې تر هر څه وړاندې به کې د سمدستي اوربند غوښته شوې وه.

په دغه پرېکړه لیک کې راغلي وو چې د سولې په روانو مذاکراتو کې دي ملي ګټو ته ارزښت ورکړل شي او د خبرو په جریان کې دې د تقابل پر ځای له تحمل کار واخیستل شي.

دغه راز په پرېکړه لیک کې یادونه شوې وه چې افغانان له نړیوالو د تلپاتې سولې لپاره ډاډمن ضمانت او د سولې تر راتلو وروسته د افغانستان د اقتصادي دوې لپاره د مرستو دوام غواړي.

په کندهار کې د سولې غوښتو دغه لاریون په داسې حال کې کېږي چې د قطر غونډې ته د تلونکي پلاوي سفر د ځینو دلايلو له امله ځنډول شوی دی.

د يو بل خبر له مخې، نن د سولې ولسي  حرکت له خوا په خوست ولايت کې د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون وشو چې سلګونو کسانو په کې برخه اخيستې وه.

د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست پژواک ته وويل، لاريون کوونکو افغان حکومت له لوري د خالد او د طالبانو له لوري د فتح عملياتو پر ضد لاريون وکړ.

لاريونوالو د جګړې له شکېلو اړخونو وغوښتل چي بايد اسلامي مخکنۍ پرېکړي مطالعه او هغه لاره خپله کړي.

لاريونوالو د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چي بايد ژر تر ژره اوربند اعلان کړي.

د سولي ولسي حرکت په راتلونکو څو ورځو کي د ننګرهار، بلخ، هلمند او کندهار په ګډون په لسو ولايتونو کي ورته لاريونونه کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement