د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل په لسو ناحیو کې له ۱۲۳ زرو ډېر کورونه سروې او ثبت شوي

د کابل په لسو ناحیو کې له ۱۲۳ زرو ډېر کورونه سروې او ثبت شوي

Apr 18, 2019 - 20:46

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۸): کابل ښاروالۍ د دغه ښار په لسو ناحیو کې له ۱۲۳ زرو د ډېرو کورونو د سروې او ثبت خبر ورکړی او وايي، په دغه برخه کې د ملکیتونو د ارزونې او ثبت بهیر په شدت روان دی.

دغه راز د ارزونې لویې ادارې په ۱۳۹۷ مالي کال کې د وزارتونو، خپلواکو ادارو او له هېواده د بهر سیاسي څانګو، تصديو، موسسو او په مرکز او ولایتونو کې د ښاروالیو په ګډون په ۴۹۲ مراجعو کې د قوانینو او مقرراتو تفتیش ترسره کړی دی.

په ورته وخت کې د وري په ۲۱ مه د ولسمشر په حکم د «ملت ته د حکومت حساب ورکول» په نوم پروګرام پیل شو.

تر اوسه د سوداګرۍ او صنایعو، اقتصاد، مالیې، اوبو او انرژۍ، ښار او کور جوړونې، ترانسپورت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو، د سرحدونو او قبایلو، اطلاعات او کلتور وزارتونو، د احصايي او معلوماتو ملي ادارې، د پایتخت زون د پراختیا اداره، د ارزونې عالي ادارې، د کوچیانو د انسجام ادارې، د سټنډرډ ملي ادارې (انسا)، د ترافیکو ادارې، د علومو اکاډمۍ او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) په تېر او روان کال کې د خپلو فعالیتونو په اړه راپور له رسنیو سره شریک کړی دی.

کابل ښاروالي

د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز نن (پنجشنبه) د یاد پروګرام په اتمه ورځ د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې وویل، په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ملکیتونو د ثبت بهیر په شدت روان دی او تر اوسه د کابل ښار په ۱۰ ناحیو کې له ۱۲۳ زرو ډېر ملکیتونه ثبت او سروې شوي دي.

نوموړي دغه راز د ښار په ۱۷ ناحیو کې په نوي املاک د راجستر شوو ۳۸ زرو کتابچو وېش، د ښار د درېیو ناحیو لپاره د ستراتیژیکو پلانونو بشپړېدل، د پاکۍ د محصول لپاره د کړنلارې جوړول او د ځمکو او ودانیو لپاره د بیو میتودولوژي د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې خپلې لاسته راوړنې وبللې.

نوموړي د ښار په لسو ناحیو کې د ۱۶۱ زرو ملکیتونو سروې او ثبت، په پنځو ناحیو کې د ادرس پیدا کول او د لومړنیو نقشو جوړول، په کابل ښار کې د ادرس ورکولو د پروژې د لومړي فاز د تطبیق پیل، په ۲۲ ناحیو کې په املاک شوو سروې ګانو د پاکۍ د ۴۲۶ زرو تعرفو وېش د ښې حکومتدارۍ او اصلاحاتو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو وبللې.

نووړي زیاته کړه، دغه اداره توانېدلې چې په تېر کال کې د څلور میلیارد څخه زیات عایدات راټول کړي او په پام کې لري چې په روان کال کې ۴.۵ میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي.

سرفراز وویل، پر سړکونو د قیر اچولو په برخه کې د ۲۹ پروژو تطبیق، د لارو بیارغونه، د تګ راتګ د پلونو، پلو لارو جوړول او د کانالونو پاکولو او جوړول په تېر کال کې تطبیق شوي او دغه اداره توانېدلې چې ۹۲ سلنه پراختیایي بودیجه مصرف کړي.

نوموړي زیاته کړه، د ۲۰۰ کیلو متره سړک سروې او ډیزان، په بېلا بېلو ناحیو کې د ۱۲۹ کیلو متره سړک اسفالټ او کانکرېټ، ۱۸۶۰۰ متر مربع پلې لارې پر ډبرو فرش کول، د ۷۰ زره متر مربع سړکونو بیارغونه او د ۱۲ کیلو متره اصلي او فرعي کانالونو جوړول د سړکونو او کانالونو په برخه کې د کابل ښاروالۍ لاسته راوړنې دي.

د ده په خبره، د تنظیف ۵۰ مختلفو انتقالوونکو وسیلو خريداري، د ۲۰۰۰ کثافات دانیو پلور او نصب، له ۸۰۰ زرو متر مکعب څخه د ډېرو جامدو کثافاتو راټولول او انتقال، د ۳۷ زره متر مکعب مایع کثافاتو او ۳۵ متریک ټن خځلو او خاورو راټولول او له پنځو زرو ډېرو کوڅه ډبو سپیانو ته د لېونتوب ضد واکسین ورکول د یادې ادارې نورې لاسته راوړنې دي.

د کابل ښاروالۍ د ترافیکو د انسجام ریاست جوړېدل، د پلې لارو څخه د تېرېدو ۱۰ هوايي پلونو ډیزاین او جوړول، د ښار په نهو مسیرونو د ښاري بسونو د ۲۶۴ تم ځایونو د جوړېدو پیل، د موټر چلونې د جواز او لایسنس پرېښنايي کول او د ترافیکو مدیریت د ارشیف برېښنايي کول په ۱۳۹۷ کال کې د ترافیکو د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې د کابل ښاروالۍ فعالیتونه دي.

هغه په ډاګه کړه چې پر کابل سیند د موټر د تېرېدونکو پلونو د ساختمان بیارغونه، د ښار د ۶۵ کیلو متره سړکونو سروې او ډیزان، د ۱۳۰ کیلو متره سړک اسفالټ او کانکرېټ، له ۸۰ زره متر مربع څخه د زیاتو پلو لارو پر ډبرو فرشول او د ښار د ۳۳ څلور لارو غوره جوړول، د ۱۳۹۸ کال لپاره د ترانسپورټ او زیربناوو په برخه کې د کابل ښاروالۍ پروګرامونه دي.

د پلټنې عالي اداره

د یادې ادارې مسلکي مرستیال سید محمد مهدي «ملت ته د حکومت حساب ورکول» په پروګرام کې د یادې ادارې د لاسته راوړنو په اړه وویل، د پلټنې عالي ادارې په ۱۳۹۷ کال کې د وزارتونو، خپلواکو ادارو او د داخلي او بهرنیو سیاسي څانګو په ګډون په ۴۹۲ مراجعو کې د قوانینو او مقرراتو د رعايتولو تفتیش تر سره کړی دی.

هغه زیاته کړه، له تحلیل او ارزونې وروسته د بیارسېدنې د پایلو ۴۵۹ راپورونه اړوند مراجعو ته لېږل شوي چې د ارزونې موندنو شمېرو توحید په توګه د پیسو توپيرونو له بېلابېلو جهتونو لکه د مالیې د نه وضع کېدو توپیر، د نرخ توپير، د ځنډ جریمه، اضافه ورکړه، ترانسپورتي کمېشن، د متعمدانو باقیداري، ناسم اټکلونه، د صفايي محصول، کرایه، د ځمکې د نرخ نه ورکول، حق الاجاره، د لوحو او نورو مدارکو ټکس، ټولټال نږدې څلور نیم میلیارډه افغانۍ، څه باندې ۱۰ میلیونه ډالر، څه د پاسه ۳ میلیونه یورو، نږدې ۳۰۰ زره سعودي ریال او ۹۷۰ زره روسي روبل، تثبیت شوي او د دولت خزانی ته د لېږد وړ بلل شوي دي.

هغه په ډاګه کړه چې د پلټنې عالي ادارې په ۱۳۹۷کال  کې د افغانستان بیارغونی لپاره د مرستندویه صندوق په ګډون د نړیوال بانک ۴۰ پروژې ارزولي دي چې د تفتیش  د موندنو پربنسټ ټولټال پولي ارزښت یې کابو ۱۸۶ میلیونه افغانۍ او نږدې ۶۸۱ زره امریکايي ډالره کېږي چې د پروژو د ارزونې پایلې نړیوال بانک ته استول شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پلټنې عالي ادارې په ۱۳۹۷کال کې د هېواد په ولایتونو او مرکزونو کې د ارزونې پرمهال له عامه شتمنۍ څخه د ناوړې ګټې اخیستنې او اختلاس ۱۷ دوسیې ثبت کړي دي چې په مجموع کې ۸۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي، یادې قضیې د څېړنې لپاره لوی څارنوالۍ ته استول شوې دي.

هغه یادونه وکړه چې د پلټنې عالي اداره د معیاري تفتیش او د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره، څرګند نقش لوبولی چې پر بنسټ یې د سیمې په کچه  د بودیجې روڼتیا په برخه کې افغانستان دویم مقام خپل کړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement