ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: حکومت دې د هلمند سیند اوبه مهار کړي

مدني فعالان: حکومت دې د هلمند سیند اوبه مهار کړي

author avatar
18 Apr 2019 - 17:16
مدني فعالان: حکومت دې د هلمند سیند اوبه مهار کړي
author avatar
18 Apr 2019 - 17:16

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ وری ۹۸): د هلمند مدني فعالان وايي چې حکومت بايد هر څه ژر د هلمند سيند اوبه مهار کړي؛ ځکه له کنټرول پرته ايران هېواد ته روانې دي.

د هلمند مدني فعالانو دغه څرګندونې د وري په ٢٩مه د يوې اعتراضي غونډې پر مهال وکړې.

په دغه ولايت کې مدني فعال عبدالحق ځواکمن وویل چې ولسمشر د اوبو مهارولو په برخه کې ډېرې ژمنې کړې خو يوه يې هم نه ده عملي کړې.

د ده په خبره، په تېرو څو کلونو د هلمند اوبه له کنټرول پرته ايران هېواد ته روانې دي چې له امله يې په دغه ولايت کې وچکالي ډېره شوې ده.

دغه راز په هلمند کې د مدني ټولنو د همږغۍ دفتر مشر نظرمحمد رودي هم وویل چې څو مياشتې وړاندې ولسمشر دغه ولايت ته د خپل سفر پر مهال ويلي وو چې نور به د دغه ولايت اوبه مهاروي خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.

نوموړی زیاتوي: ((که اوبه مهار نه شي په روان کال کې به يو ځل بيا هلمند له وچکالۍ سره مخ شي.))

يو شمېر نورو مدني فعالانو هم ورته څرګندونې وکړې.

د يادو څرګندونو په اړه د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې د دغه ولايت د اوبو د مهارولو په موخه يې له ولسمشر سره خبرې کړې او هغه ورسره په دې برخه کې د عملي ګام پورته کولو ژمنه کړې ده.

والي وايي چې د ولسمشر له ژمنې سره سم به ډېر ژر د کجکي برېښنا بند د ظرفيت لوړولو چارې هم پيل شي چې ورسره به تر ډېره بريده اوبه مهار شي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.