د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مياخېل: د زورواکو او مافيايي کړيو پر وړاندې جدي اقدامات کوو

مياخېل: د زورواکو او مافيايي کړيو پر وړاندې جدي اقدامات کوو

Apr 18, 2019 - 15:24

جلال اباد (پژواک، ۲۹ وری ۹۸): د ننګرهار والي وايي، هېچا ته په دغه ولايت کې د امنيت، ښې حکومتولۍ رامنځته کېدو او پرمختيايي پروګرامونو پر وړاندې د خنډ اجازه نه ورکوي.

والي شاه محمود مياخېل دا څرګندونې د وري په ۲۹مه د تېرو دوو مياشتو پر مهال د دغه ولايت د ټولو دولتي او نظامي ادارو د فعاليتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه جوړ شوي کنفرانس کې وکړې.

هغه زياته کړه، له کومې ورځې چې والي شوی، تر ټولو مهم کار يې په ادارو کې د فساد مخنيوي او پر اداراتو د خلکو باور رامنځته کېدل و چې تر ډېره يې دغه کار کړى دى.

نوموړی وايي، په تورخم کې د فساد مخنيوي لپاره کمېسار بدل شوی، پنځه مامورين نيول شوي او د شاوخوا ۶۰ ميليونه افغانيو فساد مخه نيول شوې ده.

د مياخېل په وينا، د غصب پر وړاندې مبارزه، د نشه يي توکو، تاوتريخوالي او نا امنيو مخنيوی او د واکسين کمپاين تطبيق په برخه کې يې هم د ټولو اداراتو د مامورينو په همکارۍ کار کړی دی.

والي وايي، په جلال اباد ښار کې د نظم رامنځته کولو په موخه له ښاره ۱۱۶ خپل سرې اډې ايستل شوې چې ډېرى يې د زورواکانو وې، ښاري ترافيکي اشارې تر کلونو وروسته فعالې شوې.

مياخېل وايي، په خپل دوه مياشتني کاري بهير کې يې اوو ولسواليو ته سفر کړی چې په زياترو کې يې عملاً د ښې حکومتدارۍ او بيارغونې پروژې هم پرانيستې دي.

نوموړي زياته کړه، په دې موده کې د امنيتي ځواکونو له لوري ۶ کسان د وسله والو تښتوونکو له بند ازاد شوي، د ګڼو ترهګريزو پېښو مخنيوی شوی او په زرګونه کيلوګرامه نشه يي او چاودېدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

هغه وايي: ((پوليس او نور امنيتي ځواکونه توانېدلي چې ۷۴ ټنه نشه يي توکي ترلاسه کړي او په تړاو يې ۳۳۸ کسان هم نيول شوي، دغه راز ۱۱زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي کشف شوي چې د ګڼو تروريستي پېښو مخنيوی شوی، ۷۷۵ ميله مختلف النوع وسلې او ۷زره نوع بېلابېل مهمات هم ترلاسه شوي دي.))

د ننګرهار والي وايي، په تېرو دوو مياشتو کې د ننګرهار په لعلپورې او شېرزادو ولسواليو کې د دولت ضد وسله والو خلاف پراخ عمليات شوي چې لعلپوره په بشپړه توګه له وسله والو پاکه شوې او په شېرزادو کې لا هم عمليات روان دي.

د نوموړي په وينا، کله چې وسله وال په ولسواليو کې وځپل شول، نو په ښار کې يې د مقناطيسي ماينونو پرله پسې چاودنې وکړې؛ خو امنيتي ځواکونه توانېدلي چې په تړاو يې اته داعش او طالب وسله وال ونيسي.

نوموړی وايي، که څه هم تر اوسه هېڅ مافيايي کړۍ، زورواکي او کوم شخص د دوی د کارونو پر وړاندې خنډ نه دی رامنځته کړی خو بيا يې هم ګواښ وکړ، که هر څوک د دې لارې خنډ شي، د دوی له جدي چلند سره به مخ شي.

دى وايي: ((ځيني وايي چې د ماينونو شا ته مافيايي کړۍ لاس لري؛ خو دا سمه نه ده، دا د طالب او داعش کار و او که چېرې د ننګرهار هر څوک که هر څومره قوي هم وي، د جنايي او ترهګريزو پېښو تر شا لاس ولري او يا هم دلته د امنيت راوستو، ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو او انکشافي پروژو پر وړاندې خنډ شي، زموږ له جدي عکس العمل سره به مخ شي.))

د ننګرهار والي زياتوي، په تېرو دوو مياشتو کې توانېدلی چې د پخوانۍ په ټپه درېدلو پروژو کارونه بيا پيل او نوو پروژو ته د مختلفو وزارتونو له لارې بودجې پيدا او منظور کړي.

د مياخېل د معلوماتو له مخې، په دې موده کې يې د ۲۸ ميليارده او ۳۷ ميليونو افغانيو پخوانۍ پروژو کارونه بيا پيل کړي، د ۵۳۷ ميليونو نوې پروژې پيل شوې، د ۵۴۷ ميليونو پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې او د يو اشاريه پنځه ميليارده افغانيو نوو پروژو پلان مرکز ته لېږل شوی دی.

په ورته وخت کې کنفرانس ته د خبرو پر مهال د ننګرهار د ملي امنيت رييس تورن جنرال نظرعلي واحدي وويل، له حصارک او شېرزادو پرته د ننګرهار زياتره ولسوالۍ له وسله والو پاکې شوې او دغو ولسواليو ته هم د  عملياتو پلانونه جوړ شوي دي.

دغه راز په ننګرهار کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا قوماندان تورن جنرال محمد کريم نيازي وويل، په تېرو دوو مياشتو کې په دغه ولايت کې ۱۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي، د لعلپورې په عملياتو کې ۵۰ وسله وال ټپيان شوي او دغه راز شېرزادو کې د عملياتو او نښتې پر مهال ۳۰ وسله وال وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو هم د شېرزادو په نښته کې چې د تېرې شنبې په شپه شوې وه، د دوو سوو په شاوخوا کې د امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې دعوه کړې وه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement