د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نظرپوښتنه: ٤٧ سلنه خلکو سوله شونې بللې ده

نظرپوښتنه: ٤٧ سلنه خلکو سوله شونې بللې ده

Apr 18, 2019 - 16:54

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۸): د ستراتيژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز په يوه راپور کې ادعا شوې ده چې له پوښتل شوو کسانو نږدې ۴۷ سلنو یې د حکومت او طالبانو ترمنځ سوله شونې بللې، خو نږدې ۳۹ سلنه بيا وايي چې سوله ناشونې ده.

دغه څېړنيز راپور چې نن (د وري ٢٩مه) خپور شو، په کې له ۱۳۹۳- ۱۳۹۷ لمريز کاله پورې د «سوله او جګړه د ملي يووالي حکومت په دوره کې» د حالاتو ارزونه شوې ده.

په راپور کې راغلي، د ملي يووالي حکومت په څلورو کلونو کې هر کال له ۴۰ تر ۴۵ زره پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې په کې افغان ځواکونه، وسله وال مخالفين او ملګي وګړي شامل دي.

په دغه راپور کې د ملي يووالي حکومت په دوره کې پېښې په کرونولوژيکه بڼه په کمي او کيفي ډول څېړل شوې او له ۲۸۸ معتبرو او لومړي لاس سرچينو څخه ګټه پورته شوې ده.

ياد مرکز د ۱۳۹۷ کال د لېندۍ مياشتې له ۱۵مې د کب تر پنځمې نېټې پورې د ۲۱۷ مېرمنو په ګډون له ۸۱۲ کسانو چې ډېری يې د پوهنتونو استادان دي، په شپږو ولايتونو (کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او کندوز) کې نظرپوښتنه شوې ده.

له پوښتل شوو کسانو يې ۲۱۷ ښځې او ۵۹۵ سړي وو. پوښتنپاڼې دواړې بندې او اختياري پوښتنې لرلې چې شمېر يې ۱۹ اساسي پوښتنو ته رسېده.

جګړه

د ياد څېړنيز راپور موندنې ښيي چې نږدې ۵۵ سلنه کسان په دې اند دي چې په هېواد کې چارې ناسم لور او ٣٣ سلنو ويلي چې په سم لور روانې دي او ١٢ سلنه خلکو په دې اړه نظر نه دى ورکړى.

دغه راز د نظرپوښتنې څه باندې ۳۴ سلنه کسانو ويلي چې په هېواد کې به نا امنۍ ډېرې شي، نږدې ۳۱ سلنه وايي چې نا امنۍ په کمې شي، څه باندې ۲۳ سلنو ويلي چې وضعيت به پر خپل حال پاتې شي او نږدې ۱۲ سلنه کسانو بيا نور نظرونه ورکړي دي.

موندنې ښيي چې نږدې ۶۶ سلنه کسان په خپله سيمه کې د خونديتوب احساس نه کوي، څه باندې ۷۱ سلنه کسان د نا امنيو او ملکي مرګ ژوبلې عاملين بهرني ځواکونه بولي او نږدې ۸۱ سلنه کسان بيا په هېواد کې د جنايي پېښو پر وړاندې ځانونه خوندي نه احساسوي.

د ياد مرکز څېړونکی حکمت الله ځلاند وايي، په هېواد کې روانه جګړه د هېواد هغه ستونزه ده چې ټولې نورې برخې هم ګواښي او د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره سوله بيا همدومره بنسټيزه اړتيا ده.

هغه وايي: "د دغه څېړنيز او تحليلي راپور موخه دا ده چې د هېواد پاليسي جوړوونکي لوري وضعيت لا ښه درک کړي او د راتلونکي لپاره د سولې او جګړې په تګلارو کې اغېزناک بدلونونه راوړي."

د يادونې ده، یاد مرکز په خپل راپور کې پر دغ نظرپوښتنې اساسي تکيه نه ده کړې، بلکې ارقام او پايلې يې یوازې د خلکو د نظرونو د کچې معلومولو او پر حکومتي پالیسیو د باور د کچې معلومولو په موخه په يوه ځای راوړل شوي دي.

ځلاند وايي، د راپور موندنې ښيي چې په دې دوره کې د جګړې ډګر ورځ تر بلې ګرم شوی او د ښکېلو لورو او ملکي وګړو تلفات په کې زيات شول.

دی وايي: "له ۲۰۱۴ کال راهيسې هر کال تر ١٠زرو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې ده، د ثبت شوو شمېرو له مخې، د ۲۰۱۵ کال له لومړۍ نېټې د ۲۰۱۸ کال تر پايه پورې ۴۳۸۶۶ کسانو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې چې ۱۴۲۸۵ په کې وژل شوي ۲۹۵۸۱ ټپيان دي."

د هغه په وينا، د ملي يووالي حکومت په ٤ کلونو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کره شمېرې نه دي وړاندې کړې او د ملي يووالي حکومت د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا له ځانګړي پلټونکي (سيګار) څخه غوښتي وو چې د افغان ځواکونو د تلفاتو کچه پټه وساتي.

ځلاند وايي، موندنې ښيي چې تر ۲۰۱۴ کال پورې شاوخوا ۲۲زره افغان سرتېري وژل شوي وو، خو د ملي يووالي حکومت په دوره کې د ولسمشر غني له قوله په ټوليز ډول له ۴۵زره ډېر افغان سرتېري وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په ۲۰۱۴ کال کې ټول ۷۵ بهرني سرتېري وژل شوي، خو له هغه را وروسته د ملي يووالي حکومت په څلورو کلونو کې هم ۷۷ بهرنيان د جګړې په ډګر کې وژل شوي او ۳۲۸ نور ټپيان شوي دي.

د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو پر ضد جنګېدونکو وسله‌والو ډلو د مرګ ‌ژوبلې شمېرې په منظم ډول کوم ارګان نه دي ثبت کړې؛ خو په دې دوره کې د دولت وسله‌والو مخالفينو هم درنې مرګ‌ژوبلې ليدلې دي.

دی وايي، د افغان حکومت د امنيتي ارګانونو د سرچينو د معلوماتو له مخې، يوازې د ملي يووالي حکومت په لومړي کال کې ۷۲۱۲ وسله ‌وال مخالفين په افغانستان کې وژل شوي او شاوخوا ۴۳۹۷ نور ټپيان شوي دي.

په ټوله کې د ملي يووالي حکومت د طالبانو پر ضد تهاجمي عمليات او پر طالبانو سياسي، مذهبي او نور ډول ډول فشارونه ډېر شوي او د راپور موندنې ښيي چې د حکومت دغې جګړه‌ييزې تګلارې نه يوازې دا چې په هېواد کې د جګړې له کنټرول سره مرسته ونه کړه، بلکې جګړه په کې لا ډېره خونړۍ هم شوه.

سوله

د دغه راپور موندنو ښودلې چې نږدې ۴۷ سلنه کسانو د حکومت او طالبانو ترمنځ سوله شونې بللې، خو نږدې ۳۹ سلنه بيا وايي چې سوله ناشونې ده.

همدازار د نظرپوښتنې نږدې ۷۰ سلنه کسان بيا وايي چې حکومت د سولې په برخه کې مخلصانه هڅې نه کوي، نږدې ۲۲ سلنه وايي چې د حکومت هڅې مخلصانه دي او نږدې ۹ سلنه کسانو بيا نور نظرونه ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لومړي ځل لپاره ولسمشر اشرف غني د تېر اختر پر مهال اوربند وکړ او د کابل پروسې په کنفرانس کې يې طالبانو ته له کوم قيد او شرط پرته د سولې وړانديز وکړ او يو پراخه پلان يې اعلان کړ.

ياد راپور ښيي چې څه باندې ۸۰ سلنه کسان د سولې په پروسه کې د سولې د عالي شورا هڅې ناکامې بولي او ۶۴ سلنه کسان بيا د سولې د خبرو په تړاو د مشورتي بورډ جوړېدل منفي ارزوي او نږدې ۴۴ سلنه کسان بيا د طالبانو امريکايانو ترمنځ د سولې هڅو ته په مثبت نظر ګوري.

حکمت الله ځلاند وايي، له حزب اسلامي سره د سولې تړون په دې برخه کې د ملي يووالي حکومت لاسته راوړنه وه، خو له هغه وروسته د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرې يو ډول بن بست ته رسېدلې وې.

دی وايي: "له نېکه مرغه د امريکا- طالبانو ترمنځ د خبرو روان بهير دغه بن ‌بست مات کړ او د سولې بهير مهم او جدي پړاو پيل شو. که څه هم د امريکا او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې کافي پرمختګ وشو؛ خو د بين‌الافغاني اړخ په اړه بېلابېل خنډونه شته دي؛ ځکه نه طالبان له افغان حکومت سره منحيث حکومت د سولې خبرو اترو ته چمتو دي او نه هم افغان حکومت غواړي چې د سولې د خبرو اترو ابتکار او سيادت د طالبانو په لاس کې وي."

د ده په وينا، د دغه بهير بريالي کېدل يا ناکامېدل، د دواړو لورو دريځونو او په دې تړاو قربانۍ ته چمتو کېدو پورې تړلي، په داسې حال کې چې افغان ولس د دې جګړې اصلي قرباني دی.

ځلاند وايي: "جدي اړتيا ده چې دواړه لوري له رامنځته شوي فرصت سره په مسوولانه چلند کولو سره يوې ملت محوره سولې ته لاره هواره کړي او د دې درنې او خونړۍ جګړې د پای ته رسولو په پار د خپلو اړخونو لپاره له شخصي ګټو خوندي کولو تېر شي."

د هغه په وينا، که څه هم په قطر کې د طالبانو او امريکايانو مخامخ خبرو اترو او ورپسې د بين‌الافغاني تفاهم هڅو د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو او په هېواد کې د سولې ټينګښت لپاره هيلې راټوکولې خو په دې تړاو شته اندېښنو دا وضعيت پېچلى کړی او داسې وېره شته چې که دا پروسه په سم ډول مديريت نه شي او ټولې خواوې لازمې قربانۍ ورنه‌کړي، نو دا پروسه به له کومې پايلې پرته له منځه ولاړه شي.

وړانديزونه

د دې څېړنې موندنو ته په کتو سره، ټينګار شوی چې جګړه د حل لاره نه ده، هره ورځ دواړو لورو او ملکي خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوړي، د مخنيوي لپاره یې بايد ښکېلې ډلې د دې خونړۍ جګړې د درولو اړتيا درک او مناسب دريځ غوره کړي. دغه راز د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو، پر اوربند ټينګار، يو او بل په رسميت پېژندل او دغه افغان حکومت له خوا طالبان د يوې ترهګرې ډلې په توګه نه پېژندل او د طالبانو له خوا د افغان حکومت د يوې بې ‌واکه ادارې په توګه نه معرفي کول د ياد راپور له وړانديزونو دي.

دغه راز وړانديز شوى چې د بين‌الافغاني تفاهم په مخ کې لوی خنډ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بې‌باورۍ ستر واټن دی؛ ځکه نو د دغه واټن را کمولو او باور رامنځته کولو ته کلکه اړتيا ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement