د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ورزشکاران: اړوند ادارو په پکتیا کې ورزش ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې

ورزشکاران: اړوند ادارو په پکتیا کې ورزش ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې

Apr 18, 2019 - 17:30

ګردېز (پژواک، ٢٩ ورى ٩٨): په پکتيا کې بېلابېل ورزشکاران نيوکه کوي چې دولتي او غير دولتي ادارو په دغه ولايت کې لوبغاړو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

دغه ورزشکارانو د ګردېز په لنکن ښوونيز مرکز کې د ورزش د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل چې ياد ولايت په بېلابېلو برخو کې ګڼ ورزشکاران لري، خو د اسانتياوو د نه شتون له امله نه دي ځلېدلي.

د پکتيا د ورزش امر ګل کريم سحر وايي چې په دغه ولايت کې د بېلابېلو لوبو شاوخوا ۴۴زره ثبت ورزشکاران شته چې ځينو يې په نړيوالو لوبو کې هېواد د سرو زرو، سپينو زرو او نور مډالونه هم راوړي دي.

سحر پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د کرکټ، فوټبال، واليبال، بوکسينګ، فري فايټ، باتوراندود، د بدن ښکلا، کراټي او نورو رزمي لوبو تر څنګ د نيزه بازۍ په څېر پخوانۍ دوديزې او ملي لوبې هم ژوندۍ دي، خو ورته د نه پاملرنې له امله په ناوړه حالت کې دي.

دی وايي: ((څومره چې د ورزشکارانو ضرورت دی، دومره توجه نه ده ورته شوې. په تېرو شاوخوا  شلو کې په دغه ولايت کې يو جمنازيم نه دى جوړ شوى.))

د رزمي لوبو نړيوال اتل فرهاد حضرت زاده چې تر اوسه يې په خپلو اتو نړيوالو لوبو کې شپږ ګټلې او د سرو زرو مډالونه يې ترلاسه کړي، وايي پکتيا کې ګڼ تکړه ورزشکاران شته چې کولی شي د ده په څېر نړيوالې لوبې وګټي، خو په خبره يې د اسانتياوو او ملاتړ د نه شتون له امله له مخکې تګ څخه پاتې دي.

حضرت زاده پژواک ته وویل: ((ټول ورزشکاران کولی شي چې زموږ په څېر په لويو سټيډيمونو او جهاني سطحه مسابقې وکړي، فقط دې ته اړتيا ده چې له هغوی څخه قوي ملاتړ وشي، سپورټ کمپلېکس ورته جوړ شي.))

دغه راز د پکتيا د فوټبال فدراسيون مشر شمس الرحمن هميم وايي لا هم دغه ولايت د فوټبال معياري لوبغالی او د هغه لپاره دولتي ځمکه نه لري او فوټبالران په خپلو شخصي پيسو خپل تمرينونه او لوبې کوي.

هميم وويل: ((کوم ميدانونه چې موږ لرو، هغه هم موږ په خپلو شخصي مصارفو جوړ کړي او هغه هم دولتي ځمکې نه دي، بلکې شخصي ځمکې او داسې ځايونه دي چې کله هم موږ په خپلو پيسو هلته ميدان جوړ کړو، نو د وخت په تېرېدو هغه ځمکې بېرته له موږه اخيستل کېږي.))

د لنکن ښوونيز مرکز مشر اسدالله ځاځی وايي چې ورزش د ټولنيز ثبات، نږدېوالي او روحي او جسمي سلامتي اساسي پديده ده او همدغه ارزښت ته د خلکو د لا پام ور اړولو لپاره يې په لومړي ځل په ګردېز کې دا ورځ ونمانځله.

ځاځي پژواک ته وویل: ((کله چې په کور کې يو څوک ورزش کوي، د هغه فکر او ذهن سالم وي، هغوی غوسه او داسې کار نه کوي چې څوک ترې خپه شي، يانې هغه کورنۍ کې سوله موجوده وي، دا سوله همداسې خورېږي ټولنې ته، د ولايت او بيا ممکلت په سطحه سولې ته کار کولی شي.))

د پکتيا ولايتي اداره هم مني چې مرکزي ادارو په دغه ولايت کې د ورزشونو غوړېدو او د ورزشکارانو ودې او ملاتړ ته پاملرنه نه ده کړې، خو په خبره يې هڅې يې پيل کړې چې ورزشکارانو ته ځينې اسانتياوې برابرې کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement