ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه ځوان د خپل واده د لګښت ۲۴۰زره افغانۍ دارالایتام ته ورکړې

يوه ځوان د خپل واده د لګښت ۲۴۰زره افغانۍ دارالایتام ته ورکړې

author avatar
18 Apr 2019 - 15:34
يوه ځوان د خپل واده د لګښت ۲۴۰زره افغانۍ دارالایتام ته ورکړې
author avatar
18 Apr 2019 - 15:34

 

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۸): یوه ځوان اړمنو کسانو ته د لاس ورکولو او په هېواد کې له حاکمو ناسمو رواجونو سره د مبارزې لپاره د خپل واده د مراسمو لګښت له یوه دارالایتام سره مرسته وکړه او له نورو یې هم وغوښتل چې له بېځایه لګښتونو ډډه وکړي.

د عطاالله ویسا په نوم یو ځوان نن په کابل کې د خپل واده د مراسمو ۲۴۰زره افغانۍ لګښت له یوه «دارالایتام» سره مرسته وکړه او ویې ویل، دغه کار یې د نورو ځوانانو د هڅونې او له بې سرپرسته ماشومانو سره د مرستې لپاره کړی دی.

نوموړي زیاته کړه: ((له بده مرغه چې زموږ په هېواد کې ډېر بد رواجوانه حاکم دي او زیاتره ځوانان مو له دې امله څو کاله مجرد پاتې کېږي چې د واده د مراسمو لګښت یې پیدا کړي، ما له یتیمو ماشومانو سره د مرستې او په هېواد کې د حاکمو غیر اسلامي او افغاني رواجونو سره د مبارزې لپاره د واده مراسم ترسره نه کړل او د یادو مراسمو د لګښت پیسې مې له یتیمانو سره مرسته وکړه.))

هغه زیاته کړه، دغه پیسې به د هغو ۳۵ یتیمانو چې په اسرا دارالایتام کې موجود دي او لسو نورو هغو یتیمانو لپاره چې د هېواد له جنوبي حوزې کابل ته انتقال شوي په مصرف رسېږي.

نوموړي د هېواد له ځوانانو او سوداګرو وغوښتل چې د واده په مراسمو کې دې له بېځایه لګښتونو ډډه وکړي او د دې مراسمو د لګښت پیسې دې د هېواد د یتیمانو د روښانه راتلونکي لپاره مصرف کړي.

ویسا چې نن یې د کابل ښار د عیدګاه جومات مخې ته په رسمي توګه یاد دارالایتام ته وسپارلې وویل: ((ډېر خوشاله یم چې له تیم اولاد سره مرسته کوم.))

د اسرا دارالایتام رییس مجیب الرحمن لحاظ د یادو پیسو د سپارلو پر مهال د ویسا له نوښت څخه مننه وکړه او د هېواد له ځوانانو او سوداګرو یې وغوښتل چې له بېځایه لګښتونو ډډه وکړي او د هېواد له یتیمو بچیانو سره مرسته وکړي.

د نوموړي په خبره، همدا اوس په هېواد کې شاوخوا ۶۰۰زره یتیمان شته چې د خلکو مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، دغه اندازه پیسې د یاد دارالایتام د شاوخوا دوو میاشتو لګښت لپاره بسنه کوي.

د ولسمشر مشاور عبدالرشید ایوبي په یاد غوڼده کې د ویسا اقدام یو غوره او بدل کار وباله او له نورو یې هم وغوښتل چې له بېځایه لګښتونو ډډه وکړي او په هېواد کې له حاکمو ناسمو رواجونو سره مبارزه وکړي.

نوموړي وویل، ویسا د داسې کار بنسټ کېښود چې تر اوسه نه وو ترسره شوی او اوس باید افغانان له هغه څخه زده کړي او د هېواد له یتیمو بچیانو سره مرسته وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.