جلال اباد (پژواک، ٢٩ ورى ٩٨): د ننګرهار يوې ښاري محکمې د څلورو مېرمنو په ګډون ١٤ کسان په بېلابېلو جرمونو پر بند محکوم کړي چې يو تن په کې د ټيلېفون تښتولو په جرم پر يونيم کال بند محکوم شوى دى.
د ننګرهار ولايت مقام له خوا د وري په ٢٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جلال اباد ښاري محکمې د جزاء لومړني دېوان د قتل، زنا، زنا ته د زمينې برابروونکو، خپلمنځي شخړې، غلا او ناقانونه پېرودنې په قضيو کې د څلورو مېرمنو په ګډون څوارلس تورن کسان پر بند محکوم کړل.
سرچينې زياته کړې، محممې د قتل په يوه قضيه کې درې کسان چې يوه يې ښځه ده، هر يو يې پر اته - اته کاله تنفيذي بند محکوم کړل.
همدا راز يو بل کس یې د يو سېټ ګلکسي ټيلېفون د تښتونې په قضيه کې پر يونيم کال تنفيذي بند محکوم کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، په ياده قضايي علني غونډه کې قضايي پلاوي د قضيې د طرفينو موظف څارنوال او مدافع وکيلانو په شتون کې د رايو په يووالي د يوې هندي ريکشې د غلا په جرم يو کس پر پنځه کال او يوه مياشت تنفيذي بند او دغه راز د همدې غلا شوې ريکشې د اخيستلو په جرم کې يو بل کس پر يو کال تنفيذي بند محکوم شو.
سرچينې ويلي، محکمې دغه راز د جنګ او مجروحيت په قضيه کې دوه کسان په بند کې تېره شوې موده پر تنفيذي بند او پر دوه دوه کاله تعليقي بند محکوم کړل.
د جزاء لومړنۍ محکمې دغه راز د زنا په قضيه کې يو کس پر دوه کاله تنفيذي بند، په همدې قضيه کې درې ښځې پر څلور کاله تنفيذي بند، دغه راز د زنا په همدې قضيه کې دوه تنه نور د قوادي (زنا ته د زمينې برابرولو) په جرم پر دوه کاله تنفيذي بند محکوم کړل.
د علني غونډې قضايي پلاوي وويل، د تورنو پر وړاندې شوې پرېکړې وروستۍ نه دي، کولای شي د استيناف غوښتنه وکړي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن