د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​لغمان کې د سرتېرو کورنیو ته د نومرو د وېش لړۍ پيلېږي

​لغمان کې د سرتېرو کورنیو ته د نومرو د وېش لړۍ پيلېږي

Apr 18, 2019 - 17:36

مهترلام  (پژواک، ٢٩ ورى ٩٨): د لغمان ولايت چارواکي وايي چې ډېر ژر به په قرغيو ولسوالۍ کې د سرتېرو کورنيو ته د ځمکې د نومرو د وېش لړۍ پيل شي.

د قرغيو ولسوالۍ د فرمانخېلو ښارګوټی ټولټال ۱۸۷۲ نومرې لري چې له ډلې یې زرو کسانو د نومرو ترلاسه کولو پيسې هم تحويل کړې دي.

د دغو کورنيو هر يوې يې حکومت ته شپږ کاله وړاندې ۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړې وې، په همدې موده کې يې د اړوندو ټولو ادارو دروازې په ځلونو ټکولې، خو هېڅ نتيجه يې نه ده ترلاسه کړې.

په دې تړاو پژواک خبري اژانس د ۱۳۹۷کال د کب په ۱۳مه يو راپور چې د چارواکو بي غوري د دغه ښارګوټي د چارو د ځنډ لام شوى خپور کړی و.

خو اوس د لغمان ولايت چارواکي وايي چې د ښارګوټي پر وړاندې پرتې ستونزې حل شوي او ډېر ژر به د نومرو د وېش چارې پيل شي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک اژانس ته وويل: ((ستاسو تر راپور وروسته والي صيب د قرغيو ولسوالۍ چارواکي، د ښار جوړونې ادارې او مهترلام ښاروالۍ مسوولين او نور اړوند امنيتي مسوولين را وغوښتل او په دې برخه کې يې ورته د جديت امر ورکړ.))

هغه زياته کړه، د دې پروژې پر وړاندې خنډونه له منځه وړل شوي او تمه شته چې په راتلونکو دوو اوونيو کې يې د عملي وېش چارې هم پيل شي.

په ورته وخت کې د قرغيو ولسوال نصيراحمد همت هم پژواک ته تاييد کړه چې فرمانخېلو ښارګوټي موضوع تر ډېره حده خلاصه شوې او يو تخنيکي ټيم يې هم د کارونو د ښه والي لپاره ورغلی دی.

دى وايي: ((د فرمانخېلو ښارګوټي ځمکه د ښار جوړونې له ادارې اراضۍ ادارې ته انتقال شوه، يو نيم تخنيکي کارونه به يې تر راتلونکو څو ورځو پورې بشپړ شي او عملاً به خلکو ته وېش پيل شي.))

د قرغيو ولسوالۍ ښاروال انجينر زيارمل الکوزی هم وايي چې د ښارګوټي د بيا سروې لپاره له مرکز کابل څخه د انجينرۍ ډله ورغلې او د خط اچولو لړۍ پيل شوې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement