کندهار (پژواک، ۲۹ وری ۹۸): په کندهار ښار کې د سولې غږ په نوم لاریون وشو چې د کندهار ښار او ولسوالیو سلګونو خلکو په کې برخه اخیستې وه.
دغه لاریون د کندهار د سولې ولایتي شورا په هڅو جوړ شوی و چې د کندهار ښار له شهیدانو څلور لارې پیل او په احمدشاهي لوبغالي کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په ویناوو پای ته ورسېد.
لاريون تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شو او پر مهال يې د کندهار مهم واټونه د ترافیکو پر مخ تړل شوي وو.
لاریون کوونکو د "اوربند غواړو"، "سوله غواړو" شعارونه ورکول او د جګړې له دواړو لورو یې غوښتنه کول چې د سولې د هڅو پر وړاندې دي خنډونه نه جوړوي.
په کندهار کې د سولې ولایتي شورا مشر شېر احمد حقیار پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لاریون موخه دا ده چې د کندهار ښار او ولسوالیو اوسېدونکي د دایمي اوربند او سولې غږ پورته کړي.
هغه زیاته کړه، دغه لاریون ته یې "په برخلیک ټاکونکي کندهار کې د سولې غږ" نوم ورکړی او د دغه ولایت ټول اوسېدونکي په یوه اواز پر دواړو لورو غږ کوي چې نور د جګړې د دوام زغم نه لري او سوله غواړي.
د کندهار ښار یوه دیني عالم او ملا امام محمد نسیم وویل، څوک چې له سولې سرغړونه کوي، ګواکې له اسلامي حکمونو سرغړونه کوي.
ده زیاته کړه، په هېواد کې د روانې جګړې یوزاېني قربانیان افغانان دي او د دوی ترمنځ سوله فرض عین ده.
دی وايي، د سولې په برخه کې چې څومره مسوولیت حکومت لري، هومره یې وسله وال مخالفین هم لري.
د لاریون نورو ګډونوالو ویل چې په دغه لاریون کې یې د دې لپاره ګډون کړی څو خپل غږ تر هغو ورسوي چې جګړې ته یې دوام ورکړی او له امله یې ولس هره ورځ قرباني ورکوي.
د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکي الله داد پژوک اژانس ته وویل، د سولې لپاره هر ګام د ستایلو دی او دوی یې تر شا ولاړ دي.
ده زیاته کړه، خلک نور د جګړې د دوام زغم نه لري او په هېواد کې لومړی اوربند او بیا سرتاسري سوله غواړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن