غزني (پژواک، ٣٠ ورى ٩٨): د ملي دفاع او کورنيو چارو سرپرست وزيرانو، غزني ته د سفر پر مهال وويل چې دغه ولايت که څه هم له طالبانو سره د القاعدې ډلې کسان هم ملګري دي، خو امنيت به يې تينګ کړي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیراسدالله خالد او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابې، افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او پرېکنده ماموريت قوماندان جنرال ميلر سره تېره ورځ غزني ولايت ته ولاړل.
هغوى تېره ورځ ناوخته هلته په خبري ناسته کې برخه واخيسته، خو ميلر په دغې ناسته کې خبرې ونه کړې.
اسدالله خالد وويل چې د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله په غزني کې له وسله والو طالبانو سره د القاعده ډلې غړي ډېر دي.
ده زياته کړه:"په دې اړه موږ استخباراتې اسناد هم لرو، غزني کې د القاعدې کسان زیات دي، نورې ډلې هم شته چې د جنګ په میدان کې يې څو ځلې مړي پاته شوي دې."
خو هغه زياتوي چې د غزني په مرکز او ولسواليو او د هېواد په ټولو هغو سيمې کې به امنيت ټينګ کړي او د دولت وسله والو مخالفينو ته به ماتې ورکړي چې اوس يې امنيت خراب شوى دى.
ده په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان غواړي له سولې وروسته ملي اردو منحل کړي، وویل:"موږ جنګ کوو د سولې لپاره، خو داسې سوله غواړو چې ۱۸ کلن ارزښتونه وساتو او ملي اردو به هېڅ وخت له منځه نه ځې او پر خپل ځاى به وی."
د کورونیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم وويل، نه پرېږدي چې د غزني امنيت خراب شي. دى وايي چې په دې وروستيو کې په غزني کې طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې.
د هغه په وينا، اوس په غزني کې د امنيتي ارګانونو تر منځ همغږي شتون لري او هرو مرو به په دغه ولايت کې امنيت ټينګ شي.
په غزني کې د علماوو شورا مشر مولوي محمد اسماعیل روحاني وويل که څه هم په دې وروستيو کې په غزني کې پر طالبانو بريدونه دېر شوي، خو تېر کال پر دغه ولايت د وسله والو مخالفينو تر بريد وروسته، ورځ تر بلې هلته امنيتي وضعيت خراب شوى دى.
ده له حکومت نه وغوښتل چې غزني کې د امنيتي وضعيت ټينګښت ته پاملرنه وکړي.
تېر کال په وږي مياشت کې وسله والو طالبانو له څو لوريو د غزني پر ښار او څو ولسوالیو بریدونه وکړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن