کابل (پژواک، ٣٠ ورى ٩٨): افغانستان کې د سولې لپاره د امريکا استازي زلمي خليلزاد، دوحه کې د بين الافغاني کنفرانس پر ځنډېدو خواشينې څرګنده کړې او ويلي يې دي چې په دې اړه هر ډول مرستې ته چمتو دى.
ټاکل شوې وه چې د افغان سياستوالو او طالبانو په ګډون دغه کنفرانس د اپریل په ۲۰ مه او ۲۱ مه د قطر په دوحه کې جوړ شي.
د افغانستان حکومت په دغې غونډه کې د ګډونوالو ٢٥٠ کسيز نوملړ خپور کړ چې د طالبانو او ځينو نورو کسانو له نيوکو سره مخ شو.
د افغانستان حکومت د سولې لپاره پر هڅو د ټينګار تر څنک ويلي، د قطر حکومت ځکه د دوحې کنفرانس لغوه کړ چې د ګډونوالو د نوملړ په اړه يې د افغان حکومت غوښتنه پلې نه شو کړاى.
خو د شخړو او بشري مرستو مرکز چې د دغه کنفرانس چارې تنظيموي، وايي چې دغه کنفرانس د غونډې د ګډونوالو پر سر د اختلاف له امله ځنډېدلى دى.
افغانستان کې د سولې لپاره د امريکا استازي زلمي خليلزاد، د دغه کنفرانس پر ځنډېدو خواشينې څرګنده کړې او ويلي يې دي چې په دې اړه هر ډول مرستې ته چمتو دى.
خليلزاد په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي:"موږ له ټولو خواوو سره په اړيکه کې یو او غواړو چی هر لوری د سولې خبرو لپاره ژمن واوسی."
هغه وايي، خبری اتری د سیاسی حل لپاره اساسی او مهمی دي او بدیل نه لري.
خليلزاد زياتوي: "زه له ټولو خواوو غواړم چې له دغه فرصت نه ګټه پورته کړي او وضعيت بیرته نورمال حالت ته راولي، تر څو په واحد نوملړ د ګډونوالو هوکړه وشي."
ده ويلي چې په دې اړه هر ډول مرستې ته چمتو دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن