سرپل (پژواک، ۳۰ ورى ۹۸): ځايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو د سرپل په ګوسفندې ولسوالۍ کې دوه تنه (ښځه او مېړه) په ډزو ووژل.
د ګوسفندې ولسوال غلام سخي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ښځه او مېړه نن غرمه د دغې ولسوالۍ په زن سقال سيمه کې په داسې حال کې چې چېرته روان وو، په ډزو وژل شوي دي.
د ده په وينا، تر اوسه د دغو دوو تنو د وژلو لامل نه دى څرګند، خو د وژل شويو کورنۍ وايي چې دغه ښځه او مېړه د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوي دي.
دى وايي چې کشفي ارګانونو په دې اړه څېړنې پيل کړي دي.
خو د ګوسفندې ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې دغه دوه تنه د ولسي ځواکونو (حکومت پلويو وسله والو) له خوا وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن