کابل(پژواک، ۳۰ ورى ۹۸): د کابل د کمپنۍ پُل چې د کابل- کندهار لويه لار پرې تېرېږي، د وروستيو سېلابونو له امله ونړېد، خو دغه لويه لار پرانستې ده او موټر پله ته څېرمه په بل سړک تګ راتګ کوي.
عيني شاهدان وايي چې دغه پل تېره شپه نړېدلى دى.
د سيمې يو اوسېدنکي جاوېد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وروستيو سېلابونو د دغه پل ستنې کمزورې کړې وې او تېره شپه ونړېد.
هغه زياته کړه:"د دغه پل شاوخوا نيمايي (دېرش متره) نړېدلى دى، خو چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، که چېرته ښاروالي اړين ګامونه پورته نه کړي، کېداى شي ټول پل ونړيږي."
دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاروالۍ تېره ورځ اعلاميه خپره کړه، ويې ويل چې تر پله لاندې سيمه ښوېېدلې او د ښاروالۍ ډلې هڅې کوي چې د اوبو لاره بدله او د پله د ټينګښت لپاره هم اړين ګامونه پورته کړي.
دغه پل څو کاله مخکې هم نړېدلى و، خو بيرته ورغول شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن