ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: افغان حکومت او پټو کړيو د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړه

طالبان: افغان حکومت او پټو کړيو د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړه

author avatar
19 Apr 2019 - 14:30
طالبان: افغان حکومت او پټو کړيو د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړه
author avatar
19 Apr 2019 - 14:30

کابل (پژواک، ٣٠ ورى ٩٨): طالبان، د قطر ناستې په تړاو د حکومت پر کړنو نيوکي کوي، وايي دوى د سولې پروسه کې تر وروستي بريده نرمښت وښود، خو حکومتي چارواکيو او پټو کړيو دا هڅه له خنډ سره مخ کړه.

 ټاکل شوې وه چې د افغان سياستوالو او طالبانو په ګډون د سولې په تړاو دغه ناسته د اپریل په ۲۰ مه او ۲۱ مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړ شي.

د افغانستان حکومت په دغې غونډه کې د ګډونوالو ٢٥٠ کسيز نوملړ خپور کړ، چې د ځينو کسانو له نيوکو سره مخ شو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د طالبانو او افغان سياستوالو په ګډون مسکو کې جوړه شوې غونډه کې پرېکړه وشوه چې ورته ناسته به په قطر کې هم جوړېږي .

د ده په وينا، طالبان نه يواځې چې په خپل دغه دريځ ولاړ دي؛ بلکې د قطر په ناسته کې د مسکو د ناستې په پرتله د څوچنده زیاتو ښځینه او نارینه هیوادوالو د ګډون سره يې هم هوکړه وکړه.

هغه وايي، ټاکل شوې وه چې د دوحې د ناستې ګډونوال به شخصي نظريات بيانوي؛ خو حکومتي چارواکيو هڅه وکړه چې له دغې ناستې څخه "د کابل ادارې او اسلامي امارت" ترمنځ د مذاکراتو غونډه جوړه کړي.

دغه راز دى زياتوي چې د غونډې تنظيموونکو او د قطر هېواد ويلي وو چې د غونډې ګډونوال به په شخصي ډول برخه اخلي؛ خو ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې شورا د دارالانشا رييس محمدعمر داوودزي، بيانونه خپرول چې د هغوى د خوښې کسان به د حکومت په استازولۍ په ناسته کې ګډون کوي.

ذبيح الله مجاهد ليکي چې وروسته حکومتي چارواکيو په ارګ کې مرموزې غونډې پيل کړې، د سرو کرښو او شرایطو خبره یې را مخې ته کړه او  دعوه یې وکړه چې د یاد کنفرانس مشرتوب به هم دوی کوي.

هغه زياتوي:" د ګډونوالو یو داسې لېست یې تیار او خپور کړ چې نه خو د قطر د غونډې له حال او مقام سره ښایېده او نه یې په غونډه کې د منل کیدو امکان وو، تر ټولو عجیبه یې داوه چې خپل لېست یې د کنفرانس له منتظمینو سره تر شریکېدو، تفاهم او موافقې وړاندي نشر کړ او په لوی لاس یې ګډوډي رامنځ ته کړه."

 مجاهد وايي، دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو دريځ څرګند دى او هغه دا چې د مذاکراتو په سلسله کې به لومړی د مسئلې بهرنى بعد حل کیږي چې هغه له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دی او د افغانستان له حکومت سره مذاکرات د وخت ضایع کیدل دي.

سرچينه زياتوي: له دې دريځ سره، سره مو بیا هم د قطر کنفرانس په لېست کې تر دیرشو تنو ډیر د کابل ادارې د سولې شورا غړي او نور مامورین ومنل او په مجموع کې د لېست اکثریت برخه د کابل ادارې اوسني او پخواني غړي او خواخوږي شول، چې په شخصي بڼه به یې ګډون کاوه، بل پلو په کنفرانس کې د اسلامي امارت لخوا یواځې د پنځه ویشتو کسانو ګډون په پام کې و؛ خو بیا هم د کابل ادارې چارواکيو د دوه نیم سوه کسانو په جوړ کړي نا انډوله لېست ټینګار کاوه چې دا مناسبه هڅه نه وه."

هغه وایی چې طالبانو د سولې په روانه پروسه کې حوصله کړې، د هغوى د سیاسي دفتر او مذاکراتي ډلې غړيو شپه او ورځ خواري وکړه، زغم یې وکړ او تر اخري حده یې په خپل دریځ کې نرمښت وښود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.