ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرۍ ماڼۍ: د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ

ولسمشرۍ ماڼۍ: د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ

author avatar
19 Apr 2019 - 10:17
ولسمشرۍ ماڼۍ: د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ
author avatar
19 Apr 2019 - 10:17

کابل (پژواک، ٣٠ ورى ٩٨): د افغانستان حکومت د سولې پر هڅو د ټينګار تر څنک وايي، د قطر حکومت ځکه د دوحې کنفرانس لغوه کړ چې د ګډونوالو د نوملړ په اړه يې د افغان حکومت غوښتنه پلې نه شو کړاى.

ټاکل شوې وه چې د افغان سياستوالو او طالبانو په ګډون دغه کنفرانس د اپریل په ۲۰ مه او ۲۱ مه د قطر په دوحه کې جوړ شي.

د افغانستان حکومت په دغې غونډه کې د ګډونوالو ٢٥٠ کسيز نوملړ خپور کړ چې د طالبانو له نيوکې سره مخ شو او ځينو نورو کسانو هم نيوکې پرې کولې.

د ولسمشرۍ مانۍ په خبرپاڼه کې راغلي:"د افغانستان دولت باعزته سولې ته ژمن دى او د سولې د تر لاسه کولو په لاره کې د ټولنې د ټولو اقشارو غږ او استازیتوب د شاملېدو تعهد لري."

سرچینه زياتوي چې د قطر کنفرانس د ګډون کوونکو نوملړ له ټولو سیاسي او ټولنیزو خوځښتونو سره په سلا د يوې غيرحکومتي کمېټې له خوا جوړ شوى دى.

ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه نوملړ په اړه زياتوي:" د اقشارو او جریانونو د تعدد له امله او د هغوى د خورا زیاتې لېوالتیا له کبله د ګډونکوونکو شمېر زیات شو، خو د ګډون کچه پراخه شوه."

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پلاوي د معرفي په غونډه کې څرګنده شوه چې حکومت او د هېواد سیاسي مشران سولې ته ژمن دي او په یوه غږ يې د دوحې کنفرانس کې ګډونکوونکي پلاوي غړي د سولې سفيران وبلل.

ارګ ليکي:" وروسته له هغې چې د پلاوي د تګ ټولې تیارۍ بشپړې شوې، په تعجب سره باید ووایو چې پرون شپه له قطر څخه یو نوی لېست چې د ولس د متوازن شمولیت څخه بی برخې و او د افغانستان د خلکو ملي ارادې او فیصلې ته د بی احترامۍ په مانا و راواستول شو، چې دغه کار د افغان ولس ارادې ته د بی احترامۍ په مانا او د منلو وړ نه و."

سرچينه زياتوي چې نن د هېواد یو شمېر سیاسي مشرانو له جمهور رييس سره په یوه ګډه ناسته کې پرېکړه وکړه چې د قطر حکومت دغه کړنه د منلو وړ نه ده.

د خبرپاڼې له مخې د دغې ناستې ګډونوالو پرېکړه وکړه چې د قطر له حکومت څخه وغوښتل شي تر څو په کنفرانس کې د افغانستان له خوا ټاکل شوی پلاوی ګډون کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي:" دا چې د قطر حکومت په دی ونه توانید چې زموږ دا برحقه غوښتنه عملي کړي نو د قطر حکومت د دوحی کنفرانس لغوه کړ."

سرچینه زياتوي چې د افغانستان حکومت او ولس با عزته سولې ته ژمن دى او په راتلونکې کې به هم لکه د تېر په څېر د ولس د دغې برحقی غوښتنې د تر لاسته کولو لپاره خپلې هڅې لا پراخې او ګړندۍ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.