د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هرات کې د چاودنې له امله د ملي امنیت پنځه سرتیري وژل شوي

په هرات کې د چاودنې له امله د ملي امنیت پنځه سرتیري وژل شوي

Apr 19, 2019 - 21:32

هرات (پژواک، ۳۰ وری ۹۸) : په هرات ولایت کې د یوې چاودنې له امله د ملي امنیت پنځه کارکوونکي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
په کابل کې د ملي امنیت لوی ریاست لخوا د وري په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن مازیګر د ملي امنیت ځواکونو یو مشکوک موټر تثبیت او بیا یې پکې چاودیدونکي توکي کشف کړل.
سرچینې زیاته کړې، کله چې یې منسوبینو دغه موټر شنډولو نو چاودنه پرې شوې، چې له امله یې درې سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
خو د هرات د حوزوي روغتون سرچینې وایي، چې له یادې پيښې پنځه جسدونه او درې ټپیان ورته راوړل شوي دي.
نورې سرچینې وایي، چې چاودیدونکي په یوه رنجر موټر کې ځاي پر ځآی شوي وو او دا موټر د ملي امنیت ریاست ته راوړل شوی و.
سرچینې ویلي، چې د یادونې چاودنې ترڅنګ هلته د ګازو ډبه هم چاودنه کړې، چې له امله یې مرګ ژوبله زیاته شوې ده. وسله والو طالبانو ددې چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement