ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د ښځو د ځان بساینې په موخه مسلکي روزنيز پروګرام جوړېږي

بامیان کې د ښځو د ځان بساینې په موخه مسلکي روزنيز پروګرام جوړېږي

author avatar
20 Apr 2019 - 18:03
بامیان کې د ښځو د ځان بساینې په موخه مسلکي روزنيز پروګرام جوړېږي
author avatar
20 Apr 2019 - 18:03

بامیان(پژواک، ۳۱ وری ۹۸): د سولې او ډېموکراسۍ لپاره د برابرۍ موسسه د ښځو د ځان بساینې په موخه بامیان ولایت کې د ۲۲۰ کسانو لپاره یو کلن روزنیز پروګرام جوړوي.

د سولې او ډېموکراسۍ لپاره د برابرۍ موسسې مسوولې خدیجې صفري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه یوه کلن روزنیز پروګرام کې چې د ایټالیا هېواد په مالي مرسته جوړ۲۲۰ کسان روزل کېږي او د کسب له زده کړې وروسته د خیاطۍ او ګلدوزۍ وسایل هم ورکول کېږي.

 هغه زیاته کړه، د کسب زده کړه له ښځو سره مرسته کوي چې ځان بساینې حالت ته ورسېږي او په اقتصادي برخه کې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.

 د بامیان د والي ټولنیزې او کلتوري مرستیالې لطیفې محسني هم وویل، دغه پروګرام له ښځو سره د اقتصادي ځان بساینې په برخه کې مرسته کوي.

د «ښځو لپاره د کسب او فن پروګرام» یوې زده کوونکې معصومې وویل، د دغه پرواګرام ګډون کوونکو ته د خیاطۍ، برک جوړولو او ګلدوزۍ مهارتونه ورښودل کېږي.

هغې زیاته کړه، د پروګرام ټول ګډونوال د ښځو چارو د ریاست او لاسي صنایعو د پراختیا د دفتر له خوا د سولې او ډېموکراسۍ لپاره د برابرۍ موسسې ته معرفي شوي دي.

د بامیان پوهنتون د کرنې پوهنځي د څلورم ټولګي محصلې او د یاد پروګرام ګډونوالې عاطفې سجادي وویل، له دې امله یې د خیاطۍ په کورس کې نوم لیکنه کړې چې له فراغت وروسته بې دندې پاتې نه شي.

نوموړې د اندېښنې په څرګندولو زیاته کړه: ((له پوهنتون څخه له فراغت وروسته له ۹۰ سلنه ډېر فارغین بې دندې پاتې کېږي، له دې امله ما هم د بېکارۍ له ډاره د خیاطۍ د زده کړو په موسسه کې نوم لیکنه وکړه.))

هغې زياته کړه، په پوهنتون کې د دې په ګډون نورې نجونې د دندې د نه پیدا کېدو له امله اندېښنه کوي او په دې اند دي چې له فراغت وروسته به دندې پیدا نه کړي.

سجادي ادعا وکړه: ((په دولتي بستونو کې زیاتره هغه کسان جذبېږي چې واسطه ولري او یا په یو ډول د رشوت په وسیله دنده پیدا کړي، خو په لیاقت هېڅکله نه جذبېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.