ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: پکتيا کې دې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شي

خلک: پکتيا کې دې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شي

author avatar
20 Apr 2019 - 17:10
خلک: پکتيا کې دې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شي
author avatar
20 Apr 2019 - 17:10

ګردېز(پژواک، ٣١ ورى ٩٨): د پکتيا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې هرڅه ژر دې په دغه ولايت کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا د تېرې ځوانانو ټولنې نن په مرکز ګردېز کې يوه لويه غونډه جوړه کړې وه.

په دغه غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا غړي محمدرحمن قادري وويل چې د برېښنايي تذکرو له وېش سره به د ټاکنو ترڅنګ ډېری نورې پروسې هم اسانه او شفافې شي.

قادري پژواک ته وويل:((لکه څنګه چې نورو ولايتونو ته د الکترونيکي تذکرو ټيمونه لېږل کيږي، پکتيا هم بايد په هماغه اولين لېست کې ونيول شي؛ ځکه پکتيا کې ډېر خلک اوسېږي او دې ته علاقمند دي. څومره ژر چې کيږي د اصلاحاتو دا لړۍ بايد دلته پيل شي، له دې سره به راتلونکي انتخابات او هغه کړنې شفافې شي چې په تذکرو پورې اړه لري.))

قومي مشر تاج محمد ګردېزي نه يوازې د تذکرو، بلکې د موټر چلولو د لاېسنس او نورو اسنادو او جوازونو برېښنايي کېدل غواړي او وايي چې دا چاره له ښې حکومتولۍ سره مرسته کوي.

ګردېزي وويل: ((زموږ دا اوسنۍ کاغذي تذکرې په هر ځای کې جوړيږي، بايومټريک شوې نه دي. موږ يوازې د تذکرو، نه بلکې د موټر د لاېسنس او ټولو هغو اسنادو په رابطه چې د الکترونيکي کېدو امکانات يې وي، غواړو چې هر څه عاجل الکترونيکي شي؛ ځکه دا زموږ او تاسې په امنيت او اقتصاد کې مهم رول لري.))

دغه راز مدني فعال شريف منګل ټينګار کوي چې الکترونيکي تذکرې به افغانان تثبيت او ثبت کړي او په افغاني تذکره د بهرنيو اشخاصو او ترهګرو د داخلېدو او نفوذ مخه به ونيسي.

منګل وايي:((له الکترونکي تذکرو سره د جرم مخه نيول کيږي، جرم کميږي، د نورو هېوادونو تروريستان او د هر هېواد ډله راځي، دلته جعلي تذکرې جوړوي او وايي زه هم افغان يم.))

همدارنګه د تېرې ځوانانو ټولنې مشر احمدالله احمدي پژواک ته وويل چې د نفوسو د احوال د ثبت له مرکزي ادارې سره لا هم د پکتيا يوه لويه ستونزه د نفوس کم ثبت دی، چې د برېښنايي تذکرو له وېش سره به د نورو تر څنګ دا ستونزه هم حل شي.

احمدي وايي: ((د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ بايد شروع شي. زموږ ټينګار هم پر دې دی چې د دې تذکرو د وېش له پيل سره به په هېواد کې د لويې او وړې کچې ډېرې ستونزې حل شي او دا تقريبا په هره پروسه کې د روڼوالي ضمانت کوي.))

بل لورته د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت هم د زون د مرکز په توګه په ګردېز کې د الکترونکي تذکرو د وېش پر پيل ټينګار کوي.

هغه وايي چې دا مسئله له اړوندو ادارو سره شريکه شوې، خو اوس چې د خلکو غوښتنې په دې اړه ډېرې دي نو دغه مسله به اوس جدي تعقيب کړل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.