ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زورواکو په اروزګان کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه پلورلې

زورواکو په اروزګان کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه پلورلې

author avatar
20 Apr 2019 - 16:43
زورواکو په اروزګان کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه پلورلې
author avatar
20 Apr 2019 - 16:43

ترينکوټ( پژواک،۳۱ ورى ۹۸):د اروزګان مرکز ترينکوټ کې ځايي زورواکو زرګونه جريبه دولتي ځمکه پر عامو خلکو پلورلې ده.

څه موده مخکې د ځمکې پېژندنې ادارې يوه پلاوي اروزګان ته د سفر پر مهال په مرکز ترينکوټ ښارکې څه باندې اوولس زره جریبه دولتي ځمکه تثبت کړې وه،چې زياته برخه يې اوس خلکو غصب کړې،کورونه او سوداګريز تاسيسات  پرې جوړ شوي دي.

دغه خلک وايي، چې دا ځمکې يې د پيسو په بدل کې اخيستې دې او قبالې هم لري.

د ترينکوټ ښار د شهيدانو تپې او خيرو کارېز هغه سيمې دي چې خلکو په کې کورونه او سوداګريز تاسيسات جوړ کړي دي.

حاجې ابراهیم جان چې په دغه سيمه کې يې تازه د څلورو دوکانونو جوړېدو چارې پيل کړې دي، پژواک اژانس ته وويل، دوى يادې ځمکې له عامو خلکو څخه په پيسو اخيستي او قبالی هم لري.

هغه وايي، که دولت همدا سيمې خپل ملکیت بولي، نو بيا ولې له تېرو اتلسو کلونو راهیسې د خپلسرو کورونو جوړېدو مخه  يې نه نيوله.

نوموړى زياتوي : ((ما درې کاله مخکې همدلته کور جوړ کړ او اوس دوکانونه جوړوم، خو تراوسه هېڅ دولتي ارګان زما څخه پوښتنه نه ده کړې، دا ښکاره ده چې ځمکه د عامو خلکو ده.))

محمد رسولی بيا د شهيدانو تپه کې د ولایتي روغتون څنګه ته د يوې دولتي ادارې پر  ځمکه د کور جوړولو چارې پيل کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ځمکه د ګرم  اب د سيمې يو کس پرې خرڅه کړې او هغوی قباله په واک کې لري.

خو دغه کسان وايي، چې په قباله کې خرڅوونکو يوازې د شخصي خلکو ضمانت ورته کړی او دولتي ضمانت نه لري.

په دغو سيمو کې نه يوازې شخصي خلکو کورونه جوړ کړي، بلکې دولتي تاسيسات لکه ولايتي روغتون، پوهنتون، ورزشي لوبغالی، د پنځو ریاستونو ودانۍ او ګڼ شمېر نورې دولتي ودانۍ هم جوړې شوې دي.

مدني فعالان بيا پر دولت نيوکه کوي چې له تېرو اتلسو کلونو راهيسې يې پر دولتي ځمکو د شخصي کورونو مخنيوی نه دی کړی او اوس داچاره ورته په سرخوږي تمامه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.