ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قراردادي شرکتونه: د کورنيو چارو وزارت مو ٣،٣ ميليارده افغانۍ پور نه راکوي

قراردادي شرکتونه: د کورنيو چارو وزارت مو ٣،٣ ميليارده افغانۍ پور نه راکوي

author avatar
20 Apr 2019 - 17:16
قراردادي شرکتونه: د کورنيو چارو وزارت مو ٣،٣ ميليارده افغانۍ پور نه راکوي
author avatar
20 Apr 2019 - 17:16

کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت يو شمېر قراردادي شرکتونه ادعا لري چې دغه وزارت ته يې د ٣،٣ ميليارده افغانيو په ارزښت اعاشوي مواد ور وړي، خو پيسې يې نه دي ورکړي.

د دغو شرکتونو په استازيتوب نن په کابل کې د البدر کمپلکس شرکت مشر بازمحمد غيرت وويل چې دوى د ١٣٩٥ کال له ٨مې مياشتې څخه د ١٣٩٧ تر ٣مې مياشتې پورې د ١،٨ ميليارده افغانيو په ارزښت د کورنيو چارو وزارت ته د اعاشې مواد ور وړي دي، خو پيسې يې نه دي ورکړي.

ده زياته کړه، دغه راز د ١٣٩٧ له لومړۍ ربعې تراوسه پورې د ١،٥ ميليارده افغانيو په ارزښت نور اعاشوي مواد هم د کورنيو چارو وزارت په جبر او زور پر دوى راوړي، ځکه ورته وايي چې قراردادونه لا تراوسه پورې پاى ته نه دي رسېدلي.

نوموړى زياتوي، د تدارکاتو په قانون او شرطنامې کې راغلي چې دواړه خواوې دې د قرارداد مطابق عمل وکړي، قرارديان به اعاشوي مواد په خپل وخت رسوي او اداره به پيسې په خپل وخت ور وسپاري.

د هغه په وينا، سره له دې چې د ملي تدارکاتو ادارې او د وخت د کورنيو چارو وزير (ويس برمک) د وزارت مالي برخې ته لارښوونه کړې چې د دوى پيسې دې ورکړل شي، خو د وزارت مسوولينو تراوسه په دې اړه اجراآت نه دي کړي.

هغه ادعا وکړه چې دوى لويې څارنوالۍ ته هم په دې اړه ورغلي، خو هغوى ورته په ځواب کې ويلي چې دغه موضوع جزايي نه، بلکې حقوقي ده، نو وزارت او قرارداديان دې په ګډه دغه موضوع په خپلو کې سره حل کړي.

دى وايي: "که چېرته زموږ پيسې وي، نو موږ ته دې راکړي او که جعل مو کړى وي، نو موږ دې لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي."

هغه وايي: "په ټوليز ډول د کورنيو چارو وزارت د اعاشوي موادو د ور رسولو په خاطر د ٣٥ قرارداديانو ٣،٣ ميليارده افغانۍ پوروړى دى چې که دغه پور يې موږ ته رانه کړ او اجراآت ونه شي، نو موږ به تر راتلونکې يوې مياشتې پورې پر وزارت اعاشوي مواد بند کړو."

دوى دغه راز ګواښ وکړ، که وزارت د دوى پيسې ورنه کړي، نو خپله پانګه به له هېواده وباسي.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند بيا د يادو شرکتونو ادعا ته په پام پژواک ته ويلي چې په قراردادونو کې له پخوا څخه ستونزې وې، خو دا ستونزې بايد سره جلا شي، و کتل شي چې کومو شرکتونو سم کار کړى او کومو سم کار نه دى کړى.

هغه زياته کړه، چې د کورنيو چارو وزارت دا موضوع په جدي توګه څېړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.