کابل (پژواک، ۳۱ وری ۹۸): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایي، د هیواد دښمنان د پیاوړي نظام له موجودیت وېره لري
دامنیت شورا لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغليو چې نن د لوېدیځ زون د لوړ پوړو امنیتي چارواکو جلسه د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ ۲۰۷ ظفر قول اردو کې جوړه شوه.
سرچینې زیاته کړې، د لوېدیځ زون امنیتي چارواکو د اړوند ولایتونو د امنیتي وضعیت، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړي.
د ظفر قول اردو چارواکو وویل، طالبان خپلو شومو موخو ته ونه رسېدل او امنیتي او دفاعي ځواکونو په قربانیو او مېړانې ددې ډلې د فعالیت مخه ونیوله او په راتلونکي کې به هم د هغوی دسیسې شنډې کړي.
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د لوېدیځ زون د لوړ پوړو امنیتي چارواکو د راپورونو له اورېدو وروسته وویل، ویاړي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په پورې مېړانې د افغانستان له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي.
ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه، چې د افغانستان دښمنان هېڅ راز اسلامي او دیني اصولو ته ژمن نه دي او تل یې بې ګناه وګړي په نښه کړي دي.
محب زیاته کړه، افغانان باعزته سوله غواړي، د افغانستان دښمنان د پیاوړي نظام له موجودیت وېره لري او امنیتي او دفاعي ځواکونه به له هر ډول ګواښ سره مبارزه وکړي.
محب وویل، فساد او فساد کوونکي د افغانستان دښمنان دي او د دښمن په څېر به ورسره چلند وشي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن