ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په افغانستان کې تحقیقي خبریالان خوندي نه دي”

“په افغانستان کې تحقیقي خبریالان خوندي نه دي”

author avatar
20 Apr 2019 - 20:04
“په افغانستان کې تحقیقي خبریالان خوندي نه دي”
author avatar
20 Apr 2019 - 20:04

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۹۸): د خبریالانو ملاتړي بنسټونه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، په افغانستان کې تحقیقي خبریالان خوندي نه دي او ۶۰ سلنه تاوتریخوالی هغه وخت ترسره کېږي چې خبریالان د معلوماتو غوښتنه وکړي.

«د افغانستان تحقیقي خبریالي» په نوم دویم کنفرانس د پیک د تحقیقي خبریالۍ د مرکز په نوښت د انټرنیوز ادارې پر مالي همکارۍ په کابل کې جوړ شو.

په دغه کنفرانس کې د کابل د تحقیقي خبریالانو تر څنګ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د دغې برخې لسګونو ژورناليستانو ته بلنه ورکړل شوې وه، په یاد پروګرام کې د ژورناليستانو تر څنګ د رسنیو یو شمېر مسوولینو هم ګډون کړی و او په رسنیو کې یې د تحقیقي راپورونو د دوام د څرنګوالي، ستونزو او حللارو په اړه يې خبرې وکړې.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اجرایوي رییس صدیق الله توحیدي یادې ناستې ته وویل، له ۲۰۱۴ کال راهیسې د خبریالانو پر وړاندې بې شمېره ستونزې موجودې دي او د وخت په تېرېدو یې محدودیتونه زیاتېږي او هغوى د خپل کاري خوندیتوب په اړه ډاډه نه دي.

د هغه په خبره، د خبریالۍ په ځانګړې توګه تحقیقي خبریالۍ چارې ډېرې ستونزمنې دي، خبریالان په دې برخه کې له سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي، اطلاعاتو ته نه لاسرسی، له قانون څخه تېښته او د شمېرو نه ورکول په یاده برخه کې د خبریالانو عمده ستونزې دي.

توحیدي وویل: ((په افغانستان کې د تحقیقاتي خبریالۍ چارې ستونزمنې او ډېر لګښت لري، ځکه هر تحقیقي راپور د فساد د ښکاره کولو لپاره دی.))

هغه روښانه کړه: ((د تحقیقي راپور جوړول اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د قانون له توشېح وروسته پیل شول، خو د ځاني ګواښونو او دغه راز د سرچینو د نه لرلو له امله کمو رسنیو له تحقیق سره لېوالتیا ښودلې ده.))

توحیدي د دې په څرګندولو چې امنیتي ګواښونه او نه خوندیتوب د تحقیقي راپور جوړوونکو او نورو خبریالانو پر وړاندې لویې ستونزې دي، زیاته کړه: ((تحقیقي خبریالان له خپل کاري خوندیتوب څخه ډاډه نه دي.))

هغه وویل: ((۶۰ سلنه تاوتریخوالی هغه مهال ترسره کېږي چې خبریال د معلوماتو غوښتنه کوي، زیاتره خبریالان د معلوماتو د ترلاسه کولو پر سر رټل شوي، تاوتریخوالی ورسره شوی او ان ګواښل شوي دي او دولتي چارواکي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نه تطبیقوي.))

هغه د اندېښنې په څرګندولو روښانه کړه، ځينې وخت تحقیقي خبریالان د دښمنۍ له امله نه شي کولای خپل راپور مستند کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ د خپرونو مرستیال سید فاضل سانچارکي هم یادې ناستې ته وویل: ((په دې کې شک نشته کې چې د حکومت د اطلاعاتو ورکولو سرچینې جدي ستونزې لري، خو حکومت قوي اراده لري چې له خلکو سره اطلاعات شریک کړي.))

هغه ومنله چې په دولتي بنسټونو کې لازمه وړتیا نشته، خو هڅې روانې دي چې د حکومت د اطلاع رسونې سرچینې عصري او معیاري شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.