ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : لسګونو کورنيو او بهرنيو وسله  والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي : لسګونو کورنيو او بهرنيو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
20 Apr 2019 - 17:14
چارواکي : لسګونو کورنيو او بهرنيو وسله  والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
20 Apr 2019 - 17:14

کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٨) د بېلا بېلو ولايتونو ځايي مسوولين وايي چې د ځمکنيو او هوايي عملياتو پر مهال لسګونو کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د  زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه ددغه ولايت د نوبهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې د يو شمېر بهرنيو وسله و الو په ګډون ٢٤  وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په دغو عملياتو کې يو رېنجر او هاموې نظامي موټر چې د وسله والو له خوا نيول شوي وو، هم له منځه وړل شوي دي.

بلخوا په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اروزګان  ولايت مرکز ترينکوټ اړونده سيمو په عملياتو کې ٢٥  وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ په افغانیه سیمه کې  امنيتي ځواکونو عملیات پيل کړي چې په ترڅ کې يې څلورو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او درې د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق کوهستاني پژواک ته وويل چې په دغو عملياتو کې يو وسله وال وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي .

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.