ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد او د امريکا د دفاع وزير پر افغان سولې پروسې خبرې وکړې

خليلزاد او د امريکا د دفاع وزير پر افغان سولې پروسې خبرې وکړې

author avatar
20 Apr 2019 - 09:39
خليلزاد او د امريکا د دفاع وزير پر افغان سولې پروسې خبرې وکړې
author avatar
20 Apr 2019 - 09:39

کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٨): د امريکا د دفاع وزير او د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر افغان سولې پروسې خبرې کړې دي.

د امريکا د دفاع سرپرست وزير پيټريک شاناهان د وري په ٣١مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د دفاع وزارت په مقر کې يې له ډاکتر زلمي خليلزاد سره ليدلي دي.

هغه زياته کړه، دوی دواړو د افغان سولې پروسې لپاره پر روانو هلو ځلو په تفصيل سره خبرې وکړې.

نوموړي ويلي: ((په افغانستان کې د روانې جګړې د پاى ته رسولو او ورته د يو سياسي حل لارې موندلو په موخه به په ګډه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو.))

د امريکا د دفاع وزارت سرپرست ويلي چې دى د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو له زلمي خليلزاد سره په ګډه غواړي چې د سوېلي اسيا لپاره د ولسمشر ټرمپ د اعلان شوې ستراتيژۍ هدفونه ترلاسه کړي.

زلمى خليلزاد چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى ټاکل شوى، تر اوسه يې سيمې ته شپږ سفرونه کړي او پنځه ځلې يې له طالبانو سره په قطر کې ليدلي دي.

نوموړى چې څو ورځې مخکې په شپږم سفر راوتلى و، د افغانستان او پاکستان په ګډون شپږو هېوادونو ته سفرونه وکړل او پر افغان سولې يې خبرې او مشورې وکړې.

ټاکل شوې وه تېره اونۍ په قطر کې له طالبانو سره شپږم پړاو خبرې پیل شی، خو د ځينو اختلافاتو له امله وځنډېدې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.