ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې دي

د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې دي

author avatar
20 Apr 2019 - 16:37
د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې دي
author avatar
20 Apr 2019 - 16:37

کابل (پژواک، ٣١ وری ٩٨): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د ډیزلو، پټرولو، بورې او غوړیو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانګ یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه لېتر پټرولو بیه له ٥١ څخه ۵۲ افغانیو او د یوه لېتر ډیزلو بیه له ۴۸ څخه ۴۹ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د ده په خبره، د یادو توکو بیې په نړیوالو بازارونو کې له زیاتېدو وروسته په کابل ښار کې هم لوړې شوې دي.

خو د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلو مایع ګاز په ۶۵ افغانۍ پلوري.

په خوراکي توکو کې د وریجو، تور او شنه چای بیو بدلون  نه دی کړی.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس محمد همایون نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلو ګرامه قزاقي اړو بیه له ۱۳۸۰ څخه ۱۳۶۰ ته را ټيټه شوې ده.

خو نوموړي زیاته کړه، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ۹۴ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه له ۱۷۸۰ څخه ۱۸۰۰ افغانیو ته او د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ۱۱۰۰ څخه ۱۱۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

ده زیاته کړه، هغه هېوادونه چې بوره او غوړي صادروي هلته د بیو د لوړېدو له امله په کابل کې هم د یادو توکو بیې لوړې شوې دي.

خو هغه زیاته کړه، نن د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده توګه ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۰۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۲۸۰ افغانۍ او یوه کیلو تور افریقايي چای په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې زیات توپیر لري.

 د تایمني په دیارلسم سړک کې د خوراکي توکو یوه پلورونکي احمد صمیم وویل، نن د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٤٥٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه ١٨٧٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ٢٤٠٠ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ١١٥٠ افغانۍ، د یوه کیلو شنه اندونیزیايي چاى بیه ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زور بیې هم لوړې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.