ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند تر نیمايي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري

د هلمند تر نیمايي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
20 Apr 2019 - 12:18
د هلمند تر نیمايي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
20 Apr 2019 - 12:18

لښکرګاه (پژواک، ٣١ ورى ٩٨): د هلمند د پوهنې رياست چاراوکي وايي چې په دغه ولايت کې د څه باندې څلور سوه ښوونځيو له ډلې ٢٧٤ يې ودانۍ نه لري چې له امله يې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د هلمند د پوهنې رييس داوود شاه صفاري د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرو څو کلونو په تېريدو سره لا هم په دغه ولايت کې سلګونه ښوونځي ودانۍ نه لري.

ده وويل چې په هلمند کې ټولټال ٤٢١ ښوونځي دي چې له ډلې یې ٢٧٤ یې ودانۍ نه لري چې ٩٦ کورونه ورته په کرايه نيول شوي دي.

صفاري وايي چې ياده موضوع يې د پوهنې له وزارت سره شريکه کړې او چارواکو ورسره ژمنه کړې چې د روان کال په اوږدو کې به شاوخوا سلو ښوونځيو ته ودانۍ جوړوي.

دى زياتوي: ((د سږ کال لپاره موږ پلان نيولى، کوم ښوونځي چې ودانۍ نه لري، څو چې ودانۍ ورته جوړېږي، نو خېمې ورته ورکوو.))

نوموړي دا هم وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنيو له امله ٧٦ ښوونځي لا هم د زده کوونکو پر مخ تړل شوي چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.

دغه راز د ګرشک ولسوالۍ د ادم خان ښوونځي زده کوونکي نقيب الله پژواک ته وويل چې ښوونځى يې ودانۍ نه لري.

هغه وايي: ((کله چې باد او باران وي او يا هم کله جنګ وي، نو موږ رخصت يو، نو داسې ډېر وخت کېږي چې په يو کال کې څو مياشتې موږ مکتب ته ولاړ نه شو.))

همدارنګه په مرکز لښکرګاه کې د انجنير عبدالمتين ښوونځي يوه ښوونکي حبيب الرحمن پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ګڼ ښوونځي ودانۍ نه لري.

هغه وايي: ((هره برخه کې مشکلات شته دي، زموږ معاشونه هم ټيټ دي او نور امتيازات هم نه راکول کېږي چې دې ټولو ته بايد توجه وشي.))

بل لور ته په هلمند کې مدني فعال عبدالجليل مجددي پژواک ته وويل چې د ښوونځيو د ودانيو نه شتون د زده کوونکو پر درسي بهير خورا بد اغېز کړى دى.

ده وويل: ((د ښوونځي لپاره اول ودانۍ په کار ده چې ودانۍ ونه لري هم يې امنيتي ستونزې ډېرې وي او هم په کې شاګردان په سمه توګه درس نه وايي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.