د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

زورواکو په اروزګان کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه پلورلې

زورواکو په اروزګان کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه پلورلې

Apr 20, 2019 - 16:43

ترينکوټ( پژواک،۳۱ ورى ۹۸):د اروزګان مرکز ترينکوټ کې ځايي زورواکو زرګونه جريبه دولتي ځمکه پر عامو خلکو پلورلې ده.

څه موده مخکې د ځمکې پېژندنې ادارې يوه پلاوي اروزګان ته د سفر پر مهال په مرکز ترينکوټ ښارکې څه باندې اوولس زره جریبه دولتي ځمکه تثبت کړې وه،چې زياته برخه يې اوس خلکو غصب کړې،کورونه او سوداګريز تاسيسات  پرې جوړ شوي دي.

دغه خلک وايي، چې دا ځمکې يې د پيسو په بدل کې اخيستې دې او قبالې هم لري.

د ترينکوټ ښار د شهيدانو تپې او خيرو کارېز هغه سيمې دي چې خلکو په کې کورونه او سوداګريز تاسيسات جوړ کړي دي.

حاجې ابراهیم جان چې په دغه سيمه کې يې تازه د څلورو دوکانونو جوړېدو چارې پيل کړې دي، پژواک اژانس ته وويل، دوى يادې ځمکې له عامو خلکو څخه په پيسو اخيستي او قبالی هم لري.

هغه وايي، که دولت همدا سيمې خپل ملکیت بولي، نو بيا ولې له تېرو اتلسو کلونو راهیسې د خپلسرو کورونو جوړېدو مخه  يې نه نيوله.

نوموړى زياتوي : ((ما درې کاله مخکې همدلته کور جوړ کړ او اوس دوکانونه جوړوم، خو تراوسه هېڅ دولتي ارګان زما څخه پوښتنه نه ده کړې، دا ښکاره ده چې ځمکه د عامو خلکو ده.))

محمد رسولی بيا د شهيدانو تپه کې د ولایتي روغتون څنګه ته د يوې دولتي ادارې پر  ځمکه د کور جوړولو چارې پيل کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ځمکه د ګرم  اب د سيمې يو کس پرې خرڅه کړې او هغوی قباله په واک کې لري.

خو دغه کسان وايي، چې په قباله کې خرڅوونکو يوازې د شخصي خلکو ضمانت ورته کړی او دولتي ضمانت نه لري.

په دغو سيمو کې نه يوازې شخصي خلکو کورونه جوړ کړي، بلکې دولتي تاسيسات لکه ولايتي روغتون، پوهنتون، ورزشي لوبغالی، د پنځو ریاستونو ودانۍ او ګڼ شمېر نورې دولتي ودانۍ هم جوړې شوې دي.

مدني فعالان بيا پر دولت نيوکه کوي چې له تېرو اتلسو کلونو راهيسې يې پر دولتي ځمکو د شخصي کورونو مخنيوی نه دی کړی او اوس داچاره ورته په سرخوږي تمامه شوې ده.

مدني فعال جاوېد خپلواک وايي، که په خيرو کارېز او شهيدانو تپه کې کلونه مخکې د غصب مخنیوی شوی واى اوس به زيات کورونه نه وای پرې جوړ شوي .

د اروزګان ولایتي شورا هم مني چې له تېرو څو کلونو راهیسې ددغه ولایت زرګونه  جریبه دولتي ځمکه د زورواکو له خوا پر خلکو پلورل شوې ده.

د شورا مرستیال محمد کریم کريمي پژواک ته وویل، اروزګان کې د ماسټر پلان نه تطبیق ددې لامل شوى،چې دغلته ټول ښار غير پلاني او دولتي ځمکې له  شخصي ځمکو سره ګډې شي.

کريمي وايي، که په سمه توګه ماسټر پلان عملي شوی وای؛ نو اوس به د خلکو او دولت ترمنځ شته ستونزه نه وای.

د يادې شورا منشي عبدالکريم خادمزي پژواک اژانس ته وويل، ځايي زورواکو د دولت زرګونه جريبه ځمکه له  تېرو څو کلونو راهيسې غصب کړې او زیاته برخه یې پر عامو خلکو پلورلې ده.

هغه وايې، که دولت د خپلو ځمکو د بيا ترلاسه کولو هڅې پيلوي، نو بايد غټ غاصبين ونیسي او قانوني چلند ورسره وکړي.

د اروزګان والي اسدالله سعید پژواک ته وویل،څه موده کې د ځمکې پېژندنې ادارې پلاوي دا ثابته کړه،چې د شهیدانو او خیرو کاریز دواړه سیمې دولتي او ۱۷ زره جریبه کیږي.

سعید وايي، تر دې مخکې هغوی ته معلومه نه وه چې ځمکې دولتي دي او که د خلکو، خو تردې وروسته به ټولې دولتي ځمکې د عامو خلکو له قبضې خلاصوي.

د اروزګان والي مني چې د شهیدانو تپې سیمه چې د دولتي تاسیساتو لپاره ځانګړی شوې، پرې خلکو کورونه جوړ کړي، خو پر وړاندې يې د قانوني چلند يادونه کوي.

د هغه په وينا، په دې اړه يې يوه کمېسيون ته دنده سپارلې او د اجرااتو امر يې ورکړى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement