ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبانو د کندوز ښار يوشمېر کورنيو ته د کورونو پرېښودو خبر ورکړى”

“طالبانو د کندوز ښار يوشمېر کورنيو ته د کورونو پرېښودو خبر ورکړى”

author avatar
20 Apr 2019 - 14:47
“طالبانو د کندوز ښار يوشمېر کورنيو ته د کورونو پرېښودو خبر ورکړى”
author avatar
20 Apr 2019 - 14:47

کندوز ښار(پژواک، ٣١ ورى ٩٨): د کندوز ښار يو شمېر اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې وسله والو طالبانو ورته د کورونو پرېښودو ويلي ځکه هغوى غواړي چې پر ځينو سيمو بريدونه وکړي، خو د دغه ولايت امنيه قوماندان بيا وايي چې طالبان پر ښار د بريد کولو توان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د کندوز ښار پر زرخريد او درې سوه فاميليو سيمو بريدونه کړي وو چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او نږدې شپږ سوه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.

د کندوز ښار د درې سوه فاميليو سيمې اوسېدونکي ګل رحمان د وري په ٣١ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د دې سيمې ټولو اوسېدونکو ته خبر ورکړى چې نورو سيمو ته کډه وکړي.

هغه زياته کړه:((په جومات کې يې هم اعلان کړى او کور په کور يې هم خلکو ته ويلي چې بيا جګړه پيلوي، نو خلک دې خبر وي او خپل کورونه دې خالي کړي.))

دغه راز د زرخريد سيمې اوسېدونکي محمد نعيم هم پژواک ته وويل چې طالبانو د دې سيمې اوسېدونکو ته هم د وتلو لپاره ويلي دي.

هغه وايي: ((دا حکومت څه کوي؟ را دې شي پر طالبانو دې سم عمليات وکړي، موږ بيا نه شو کولاى چې خپل کورونه پرېږدو.))

همدارنګه د زرخريد بل اوسېدونکي نور احمد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبان د دوى سيمې ته ورغلي او د کورونو پرېښودو غوښتنه يې ترې کړې ده .

ده زياته کړه: ((موږ نه غوښتل چې کورونه پرېږدو، زموږ ډېر ګاونډيان لاړل، خو موږ ځاى نه درلوده ،ځکه تر اوسه همدلته يو.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

بل لورته په دې اړه د کندوز امنيه قوماندان سمونوال منظور ستانکزي پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان يو ځل بيا پر کندوز ښار د بريد کولو توان نه لري.

ده وويل: ((طالبان په دغه شان تبليغاتو سره غواړي خلکو ته اندېښنې پيدا کړي، خو زه خلکو ته اطمنان ورکوم چې طالبان هېڅ هم نه شي کولاى.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.