ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مخابراتو وزارت ته نږې چاودنه شوې

مخابراتو وزارت ته نږې چاودنه شوې

author avatar
20 Apr 2019 - 12:14
مخابراتو وزارت ته نږې چاودنه شوې
author avatar
20 Apr 2019 - 12:14

 

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۹۸): د کابل ښار په مرکزي برخه مخابراتو وزارت ته نږدې چادونه شوې او د خال خال ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د دې چاودنې پخلی کوي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې د مخابراتو وزارت یوه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه یوولس نیمې بجې دغه وزارت ته نږدې چاودنه وشوه.

نوموړي زیاته کړه، د چاودنې موخه تر اوسه نه ده مشخصه شوې خو ټول کارکوونکې خوندي ځای ته انتقال شوي دي.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه کوم کس یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

په دې اړه به نور جزئیات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.