ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر مخابراتو وزارت بريد کې د ٥ بريدګرو په ګډون ١٥  کسان وژل شوي

پر مخابراتو وزارت بريد کې د ٥ بريدګرو په ګډون ١٥ کسان وژل شوي

author avatar
20 Apr 2019 - 15:10
پر مخابراتو وزارت بريد کې د ٥ بريدګرو په ګډون ١٥  کسان وژل شوي
author avatar
20 Apr 2019 - 15:10

کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٨) : د کورنيو چارو وزارت وايي، چې پر مخابراتو وزارت بريد کې د پنځو بريدګروپه ګډون ١٥ کسان وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د وري په ٣١مه، ماښام مهال د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، چې نن تر غرمې مخکې په شاوخوا ١١ بجو او ٤٠ دقيقو وسله والو د مخابراتو وزارت اړونده پر پوستې خانې بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې يوتن د مخابراتو وزارت له قرول سره د زيارت ترڅنګ له دېوال سره چاودنه وکړه او درې نورو يې هڅه کوله، چې پوسته خانې ته ننوځي، خو امنيتي ځواکونو هلته کلا بند کړل.

رحيمي وايي، چې له څه د پاسه پنځو ساعتونو وروسته درې نور بريدګر هم د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول او ساحه تصفيه شوه.

د کورنيو چارو وزارت وياند وويل، چې په دې پېښه کې اوه ملکي وګړي او درې امنيتي سرتېري وژل شوي او د درېيو ښځو په ګډون شپږ نور ملکي وګړي ټپيان دي.

د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو د مخابراتو وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د افغان ټيليکام او پوستې خانې ادارو نږدې ٣٠٠٠ مامورين وژغورل او خوندي ځاى ته يې ولېږدول.

بلخوا د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزير شهزاد اريوبي په خپله رسمي فيسبوک پاڼه کې ليکلي، چې په دې بريد کې يې خپل پنځه کارکوونکي له لاسه ورکړي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

ځينې نورې امنيتي سرچينې بيا وايي، چې په دې بريد کې ټول ١٢ کسان وژل شوي، چې پنځه يې د وزارت کارکوونکي او اووه تنه سرتېري دي .

وسله والو طالبانو ويلي چې په دې بريد کې لاس نه لري، بلخوا له وژل شويو بريدګرو سره د داعش ډلې بيرغ موندل شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.