د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"په افغانستان کې تحقیقي خبریالان خوندي نه دي"

"په افغانستان کې تحقیقي خبریالان خوندي نه دي"

Apr 20, 2019 - 20:04

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۹۸): د خبریالانو ملاتړي بنسټونه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، په افغانستان کې تحقیقي خبریالان خوندي نه دي او ۶۰ سلنه تاوتریخوالی هغه وخت ترسره کېږي چې خبریالان د معلوماتو غوښتنه وکړي.

«د افغانستان تحقیقي خبریالي» په نوم دویم کنفرانس د پیک د تحقیقي خبریالۍ د مرکز په نوښت د انټرنیوز ادارې پر مالي همکارۍ په کابل کې جوړ شو.

په دغه کنفرانس کې د کابل د تحقیقي خبریالانو تر څنګ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د دغې برخې لسګونو ژورناليستانو ته بلنه ورکړل شوې وه، په یاد پروګرام کې د ژورناليستانو تر څنګ د رسنیو یو شمېر مسوولینو هم ګډون کړی و او په رسنیو کې یې د تحقیقي راپورونو د دوام د څرنګوالي، ستونزو او حللارو په اړه يې خبرې وکړې.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اجرایوي رییس صدیق الله توحیدي یادې ناستې ته وویل، له ۲۰۱۴ کال راهیسې د خبریالانو پر وړاندې بې شمېره ستونزې موجودې دي او د وخت په تېرېدو یې محدودیتونه زیاتېږي او هغوى د خپل کاري خوندیتوب په اړه ډاډه نه دي.

د هغه په خبره، د خبریالۍ په ځانګړې توګه تحقیقي خبریالۍ چارې ډېرې ستونزمنې دي، خبریالان په دې برخه کې له سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي، اطلاعاتو ته نه لاسرسی، له قانون څخه تېښته او د شمېرو نه ورکول په یاده برخه کې د خبریالانو عمده ستونزې دي.

توحیدي وویل: ((په افغانستان کې د تحقیقاتي خبریالۍ چارې ستونزمنې او ډېر لګښت لري، ځکه هر تحقیقي راپور د فساد د ښکاره کولو لپاره دی.))

هغه روښانه کړه: ((د تحقیقي راپور جوړول اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د قانون له توشېح وروسته پیل شول، خو د ځاني ګواښونو او دغه راز د سرچینو د نه لرلو له امله کمو رسنیو له تحقیق سره لېوالتیا ښودلې ده.))

توحیدي د دې په څرګندولو چې امنیتي ګواښونه او نه خوندیتوب د تحقیقي راپور جوړوونکو او نورو خبریالانو پر وړاندې لویې ستونزې دي، زیاته کړه: ((تحقیقي خبریالان له خپل کاري خوندیتوب څخه ډاډه نه دي.))

هغه وویل: ((۶۰ سلنه تاوتریخوالی هغه مهال ترسره کېږي چې خبریال د معلوماتو غوښتنه کوي، زیاتره خبریالان د معلوماتو د ترلاسه کولو پر سر رټل شوي، تاوتریخوالی ورسره شوی او ان ګواښل شوي دي او دولتي چارواکي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نه تطبیقوي.))

هغه د اندېښنې په څرګندولو روښانه کړه، ځينې وخت تحقیقي خبریالان د دښمنۍ له امله نه شي کولای خپل راپور مستند کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ د خپرونو مرستیال سید فاضل سانچارکي هم یادې ناستې ته وویل: ((په دې کې شک نشته کې چې د حکومت د اطلاعاتو ورکولو سرچینې جدي ستونزې لري، خو حکومت قوي اراده لري چې له خلکو سره اطلاعات شریک کړي.))

هغه ومنله چې په دولتي بنسټونو کې لازمه وړتیا نشته، خو هڅې روانې دي چې د حکومت د اطلاع رسونې سرچینې عصري او معیاري شي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: ((موږ د اطلاعاتو د رسونې په برخه کې د ۶۰ ادارو ارزونه کړې او له دې ډلې یواځې درې تر څلورو ادارې ځواب ورکوونکې وې او د ارزونې د راپور په تړاو مو د ولسمشرۍ مقام د پرانيستې دولتدارۍ کمېټې ته معلومات ورکړي دي.))

د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه لوړپوړي چارواکي د یادې موضوع بل اړخ ته اشاره وکړه او ویې ویل، په ځینو مواردو کې د اطلاعاتو د ترلاسه کولو د طریقې په اړه د خبریانو د معلوماتو نه لرل هم ستونزې رامنځته کوي او اړتیا ده چې په دې برخه کې د دولتي کارکوونکو او خبریالانو لپاره د روزنې پروګرامونه جوړ شي.

سنچارکي زیاته کړه، په ځینو مواردو کې پېچلي راپورونه خپرېږي چې تورونه رامنځ ته کوي، خبریالان باید د دغه ډول راپورونو له خپرولو ډډه وکړي.

په ورته وخت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړې زهرا موسوي نننۍ ناستې ته وویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون سربېره اوس هم په حکومتي ادارو کې له اطلاعاتو څخه د محرومیت فرهنګ پر خپل ځای پاتې دی.

هغې زیاته کړه : ((حکومتي ادارې ځان د اطلاعاتو مالک ګڼي او دغه کار تل د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تطبیق پر مهال ستونزې پیدا کوي، په داسې حال کې چې د اطلاعاتو مالکان خلک دي او باید پر وخت اطلاعات ورته ورسول شي.))

بلخوا ځینو نورو تحقیقي خبریالانو اطلاعاتو ته نه لاسرسی د دوی پر وړاندې ستونزه وبلله او ویې ویل، دولتي بنسټونه په زیاتره مواردو کې د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

دغو خبریالانو څرګنده کړه چې زیاتره مهمې دولتي ادارې تر اوسه اطلاعاتو ته د هېوادوالو د لاسرسي د قانون په اړه لازم معلومات نه لري.

یوه تحقیقي خبریال جاوید روستاپور اطلاعاتو نه لاسرسی، اسنادو او سرچینو ته نه لاسرسی، ګواښ، اخطار او د زورواکو له خوا د تاوتریخوالي بېلا بېل ډولونه، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په اړه د مسوولانو ناخبري، د رسنیو د مسوولانو له خوا د مالي او تخنیکي ملاتړ نه شتون، د ښوونیزو او ملاتړ د فرصتونو نه شتون او د بیمې او دندې نه خوندیتوب د تحقیقي خبریالانو پر وړاندې عمده ستونزې وبللې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement