د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"په دولتي ادارو کې د ښځو ونډې ډېرېدو لپاره کار کېږي"

"په دولتي ادارو کې د ښځو ونډې ډېرېدو لپاره کار کېږي"

Apr 20, 2019 - 14:03

جلال اباد (پژواک، ۳۱ وری ۹۸): د ننګرهار والي وايي، د دغه ولايت په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ډېره کمه ده خو د ډېرېدو لپاره يې هڅې ګړنډۍ کړې دي.

د والي شاه محمود مياخېل د معلوماتو له مخې، د دولتي ادارو يوازې اووه سلنه ښځينه مامورينې دي چې د قانون له مخې دغه سلنه بايد تر دېرش  پورې لوړه وي.

هغه دا څرګندونې د وري په ۳۱مه په جلال اباد ښار کې په حکومتولۍ کې د ښځو ونډې په اړه جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

يادې غونډه کې د پروموټ ادارې له لوري پر هغو ۱۴۰ نجونو د فراغت تصديقونه هم ووېشل شول چې په دولتي ادارو کې د دندې اخيستو په موخه يې د ظرفيت لوړونې يو کلنې عملي او نظري زده کړې کړې وې.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل که څه هم وايي چې د دغه ولايت په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ډېره کمه او اووه سلنه ده، خو دوی يې دا هڅې ګړندۍ کړې چې دغه کچه تر دېرش سلنې لوړه کړي.

دولتي بستونو ته د ازموينې پر مهال مېرمنو ته د پنځو اضافي نومرو ورکړه، د ظرفيت لوړونې پروګرامونه او د ښځو بستونه يوازې ښځو ته ځانګړي کول هغه څه دي چې والي يې په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې د پراختيا لارې چارې په ګوته کوي.

په ننګرهار کې د پروموټ ادارې مسوول احسان الله احسان وويل، دغه يو کلنه برنامه کې يې د ننګرهار ۱۴۰ نجونو ته د رهبرۍ، اداري اصلاحاتو، مديريت، تدارکاتو، ستراتيژي، بشري منابعو او کمپيوټر برخه کې نظري او عملي زده کړې ورکړې دي.

هغه وويل، د پروګرام ګډونوالو په دولتي ادارو کې عملي کار هم کړی چې د ادارو له خوا ورته د يو کلن عملي کار سند ورکړل شوی دی.

دی وايي، اوس يې هڅې ګړندۍ کړې چې يادو نجونو او مېرمنو ته د کار زمينه هم برابره کړي چې تر اوسه يې شاوخوا دېرش تنه پر دندو ګومارل شوي او د نورو پر دندو ګومارل هم پيل شوي دي.

د پروموټ له پروګرامه فارغې نجونې بيا د دندو غوښتنه کوي او دغه پروګرام د دوی د ظرفيت لوړولو لپاره ډېر ګټور بولي.

د دوی له ډلې نورزيه لودين وويل، شپږ مياشتې يې نظري زده کړې وکړې او درې مياشتې يې عملي په يوه دولتي اداره کې کار کړی چې د يو کال عملي کار تصديق ورکړل شوی او نن ورته د پروموټ ادارې له لوري هم د عملي او نظري زده کړو تصديق ورکړل شو.

هغې له ولايتي ادارې وغوښتل، په ادارو کې هغه بستونه چې د مېرمنو لپاره ځانګړي شوي بايد مېرمنو ته ورکړل شي؛ ځکه اوس ډېرې مېرمنې دا وړتيا لري چې په ادارو کې کار وکړي.

بلخوا په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشره صبرينا حميدي هم په ادارو کې د مېرمنو کمه ونډه د اندېښنې وړ ګڼي او له ولايتي ادارې غواړي دې برخې ته ډېره توجه وکړي.

هغې د مېرمنو د ظرفيت لوړونې دا ډول پروګرامونه د کورنيو د اقتصادي ودې سربېره د ټولنې د پرمختګ لپاره هم ګټور وبلل.

د يادولو ده، پروموټ پروګرام د يو اېس اى ډي له لوري په دې خاطر رامنځته شوی چې ښځو ته په دولت کې د ونډې اخيستو زمينه برابره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement