ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په محمداغې ولسوالۍ کې د نجونو تړل شوى ښوونځى بېرته فعال شو

په محمداغې ولسوالۍ کې د نجونو تړل شوى ښوونځى بېرته فعال شو

author avatar
20 Apr 2019 - 16:52
په محمداغې ولسوالۍ کې د نجونو تړل شوى ښوونځى بېرته فعال شو
author avatar
20 Apr 2019 - 16:52

پل علم (پژواک، ٣١ ورى ٩٨):د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په محمداغې ولسوالۍ کې د نجونو تړل شوى ښوونځى تر يو کلن ځنډ وروسته بېرته پرانېستل شو.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېرکال د امنيتي ستونزو له امله د محمد اغې ولسوالۍ د سرخاب په سيمه کې د نجونو ښوونځى تړل شوى و.

هغه وايي چې تېره ورځ د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب دغه ښوونځى بېرته پرانېستل شو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه ښوونځي کې له لومړي څخه تر نهم ټولکي پورې ٢١٥ تنه نجونې زده کړې کوي چې په روان کال کې به دغه شمېره ډېره لوړه شي.

په دې اړه د سرخاب سيمې اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل چې پوره يوکال دغه ښوونځى تړلى و.

ده وويل: ((طالبانو دغه ښوونځى بند کړ، خو تېره ورځ بېرته فعاله شو او اوس نجونې کولاى شي چې ورشي او درس په کې و وايي.))

نوموړى وايي چې څو ځلې د سيمې مشران، طالبانو ته ورغلل، ترڅو دغه ښوونځى بېرته پرانيزي خو دغه کار يې ونه کړ.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د لوګر د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال په لوګر کې ټولټال ٢٧٣ ښوونځي دي چې ټول د زده کوونکو پرمخ پرانېستي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې امنيتي ځواکونو د سرخاب د هلکانو په ښوونځي کې پوسته جوړه کړه چې له امله يې ښوونځى بل سيمې ته انتقال کړاى شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.