ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نرخ ولسوالۍ کې د شپنيو عملياتو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژبله اوښتې

په نرخ ولسوالۍ کې د شپنيو عملياتو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژبله اوښتې

author avatar
20 Apr 2019 - 15:16
په نرخ ولسوالۍ کې د شپنيو عملياتو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژبله اوښتې
author avatar
20 Apr 2019 - 15:16

کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٨) :د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د شپنيو عملياتو پر مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک د وري په ٣١مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د نرخ ولسوالۍ په صد مردې کلي کې پر دوو کورونو عمليات تر سره کړي دي.

هغه زياته کړه،چې په دغو عملياتو کې د يوه ښوونځي څوکيدار،د هغه مېرمن او څلور ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي.

هوتک وايي چې د يوې ښځې په ګډون دوه ټپيان ځانګړو ځواکونو ددرملنې لپاره له ځانه سره وړي دي.

د نوموړي په وينا، د سيمې اوسېدونکي له جسدونو سره د اعتراض په ډول د ولايت مقام ته را خوځېدلي.

ده وويل، حکومت ادعا کوي چې په ياد کور کې وسله وال مخالفين وو.

د ميدان وردګو د والي وياند محب الله شريفزى د عملياتو په اړه بې خبري ښيي، خو زياتوي چې د سيمې اوسېدونکي د ولايت پر لوري روان دي او له والي سره به د پېښې جزييات شريک کړي.

ددې سيمې يو تن اوسېدونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې ځانګړو ځواکونو لومړى عمليات کړي او بيا يې پر دوو کورونو بمبار کړى دى.

سرچينې زياته کړې، چې ددې ترڅنګ د سيمې په بازار کې دوه دوکانونه هم بمونو  الوځول شوي دي.

د صدمردې سيمې دغه اوسېدونکي وويل، کله چې ځواکونه ياد کور ته ورغلي، له هغوى يې غوښتي چې له کوره ووځي، چې دوى يې الوځوي، خو د کورنۍ غړو له کوره له وتلو انکار کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.